افغانستان

د نوماندانو استازیو د ټاکنو د ستونزو د هواري په مؤخه ناسته وکړه

نن په کابل کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله د ډلګیو استازیو، د ټاکنو اړوند د ستونزو د هواري په مؤخه ناسته وکړه.
په یاده ناسته کې، چې د بدلون او دوام د ټیم له لوري پکې داوود سلطان زوی، اسدالله سعادتي، مهجور، ډاکټر کاظم او فایق او د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم له لوري پکې فضل احمد معنوي، خالدپښتون، ډاکټر سهاک، بشیرفاروق، امرالله امان او محمود صیقل بر خه اخیستې وه. د ښاغلي صیقل له قوله دوی پاکو او ناپاکو رایو پر سم بېلوالي بحث وکړ.
د دوی په خبره دوی نن له غرمې وروسته ناسته درلوده او د دواړو نوماندانو د استازیو ترمنځ لومړنۍ ناسته وه.
د نقیب الله فایق په وینا دوی غواړي د دغسې ناستو پرمټ یوې سیاسي حل لارې ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ امریکايي سناتور جان مکین له دواړو نوماندانو سره لیدنه کړې وه.
ویل کېږي، چې د دواړو نوماندانو ترمنځ د جوړجاړي لپاره خبرې روانې دي، چې ډاکټر اشرف غني احمدزی دغه جوړ جاړی «ملي مشارکت»، خو د نوموړي ډېر پلویان يې «سهامي شرکت» بولي، چې د دوی په خبره ډاکټر اشرف غني احمدزي يې رایو ته ارزښت نه دی ورکړی.
په ورته وخت کې نن د دواړو نوماندانو د استازیو له ناستې هم د ډاکټر اشرف غني احمدزي پلویان غوسه ښکاري او په ټولیزه رسنۍ فیسبوک کې يې خورا جدي غبرګونونه ښکاره کړي دي.

په کابل کې د اشرف غني احمدزي یو کمپاینر فدا محمد باران په خپله فیسبوک پاڼه لیکي : «بیا به په ژوند په چا باور نه کوم»؛ د یاد نوماند یو بل کمپاینرعظمت کټوازی لیکي: «داسي را معلومیږي چي په ارمانونو مو خاوري واوښتلي  سهامي شرکت به فعاله شي او مشر به مجبور شي چی د جهاد وارثین غله په کابینه کي مخکي کړي. »
د چارو د شنونکو له نظره د استازیو له ناستې داسې برېښي چې دواړه نوماندان د ټاکنو په کمیسیون باور نه لري، ځکه خو غواړي چې د پاکو او ناپاکو رایو د بېلوالي لپاره ځانګړی تخنیکي ټیم وټاکي، چې دا په ټولیزه توګه د ټاکنو کمیسیون تېرې ټولې کړنې تر پوښتنې لاندې راولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x