افغانستانسولې اړوند خبرونه

د بین الافغاني مذاکراتي ټیمونو د تماس کمېټو ناسته کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ وږي، ۱۳۹۹ل): د طالبانو او افغان جهتونو د مذاکراتي ټیمونو له منځه ټاکل شویو تخنیکي ټیمونو په دوحه کې ناسته کړې.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» پر خپل ټویټر لیکلي «د بین الافغاني مذاکراتي ټیمونو د تماس کمیټو نن د ماښام د لمانځه وروسته ناسته سره درلوده، په ناسته کې د راتلونکو مجالسو پر کاري اصولو او مهال ویش باندي خبرې او بحث وشو.»

یاده دې وي، چې تېره ورځ  په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو لومړۍ ناسته ترسره شوه، چې د طالبانو او افغان جهتونو د مذاکراتي ټیمونو تر څنګ د نړۍ د لسګونو هیوادونو سفیرانو او د بهرنیو چارو وزیرانو هم پکې ګډون درلود.

د یادې ناستې له پای ته رسېدلو وروسته د دواړو لورو مذاکراتي ټیمونو د تماس کمېټه جوړه کړه، تر څو د مذاکراتو لپاره اجنډا او د خبرو مهالوېش وټاکي.

که څه هم تخنیکي ټیمونو خپلمنځي ناسته ترسره کړې؛ خو لا هم څرګنده نه ده چې بین الافغاني مذاکرات به رسماً په کومه نېټه پیلېږي او د بحث لومړۍ موضوع به څه وي.

له کابله تللی پلاوی ټینګار لري، چې په مذاکراتو کې دې تر هر څه وړاندې د «اوربند» موضوع مطرح شي؛ خو د طالبانو د مذاکراتي ټیم له خبرو ښکاري، چې د جګړې د پیل د اساسي عواملو په ختمولو ټینګار لري او د جګړې د مؤقتي درېدلو په ځای د تلپاتې اوربند لور ته مایل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx