لیکنېنظــر

طالبان څه ډول نظام غواړي؟

نورمدین بلخېل

زما په نظر طالبان په دې هڅه کې نه دي، چې یو داسې وضعیت په افغانستان کې را منځ ته کړي، لکه څرنګه چې د نن نه شل کاله مخکې په افغانستان کې یو حالت و، په هغه وخت کې جنګ و، پرمختګ او پراختیا نه وه، ټوله سرمایه په جنګ لګیده، ښوونځي او پوهنتونه نظر نورې نړۍ ښوونځیو او پوهنتونونو ته ډېر کم او وروسته پاتې وو، د زده کړې او تحصیلاتو امکانات کم وو، ښځې ښوونځیو او نور کاروبار ته نه شوې وتلی، په شمال کې د مخالفینو سره جګړه روانه وه، د نورې نړۍ ډېرې کمې پیسې او مرستې افغانستان ته راتلې، د خلکو اقتصادي وضعیت خراب و، په هیواد کې چارې او کارونه نه وو؛ خو په هغه وخت کې ځینې سترې ښیګنې هم موجودې وې لکه امن و، مینه او محبت و، برکت و، په هر څه کې خوند و، غمونه نه وو، خلکو یو بل سره نه وژل، چرسو او نیشه یي موادو کښت او استعمال د اوس په نسبت په سلو کې لس فیصده هم نه و، د هیواد په ټولو برخو شرعي قوانېن پلي وو، غله او لارې شکوونکي چا نه پیژندل.

اوس پوښتنه دا ده که طالبان د افغانستان د اوسني بهیر سره یو ځای کیږي څه غواړي؟ زما په نظر طالبان په افغانستان کې د بهرنیانو وجود نه مني دا ځکه چې افغانان په خپل کور کې د بل چا حکم نه زغمي، چې دا هم یو انساني اصل او هم یو افغاني او اسلامي اصل، امریکایان په زور افغانستان ته راغلل، طالبان یې نه یوازې د سیاست له ساحې لرې کړل، بلکې په افغانستان کې ورته د عادي ژوند کولو موقع هم ورنه کړه، بالمقابل طالبانو هم ورته قسم وکړ چې دا امریکایان به تر آخري سلګۍ پورې په افغانستان کې نه پریږدي، طالبانو هم خپل نارینتوب وښود او بالاخره یې امریکایان تر پوزې را ورسول او دغه ده اوس امریکایان د دوی سره خبرو ته کیناستل، داسې معلومیږي چې امریکا هم د افغانانو په خوښه یو نظام پلوي دی، زما په نظر طالبان د دې نظام د ورانولو نیت نه لري خو طالبان بیا په نظام او دولت کې د بنسټیزو اصلاحاتو غوښتونکي دي او دوی داسې فکر کوي چې اوسنی سیسټم د یو اسلامي نظام جنبه نه لري، باید چې په ځینې مواردو کې یې لوری تغیر وکړي، دا چې طالبان څرنګه یو راتلونکی سیسټم غواړي، د چوکاټ او طرحې یې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو داسې ښکاري چې هغوی ځینې ملاحظات لري، هغه که د افغان امنیتي ځواکونو، ښځو د حقوقو، د رسنیو په مورد، د انتخاباتو په ډول، د واک غیر متناسب وېش، د واک انحصار، د داخلي انارشېزم او ځینې نورو په اړه بېل نظر لري او وایي چې باید ژور تغیرات په کې راشي.

بلخوا افغان دولت د نظام د تغیر او د موقتې ادارې د منځ ته راتګ څخه وېره لري، ممکن دوی داسې فکر کوي چې طالبان د ټول واک د نیولو هڅه کوي، دا نظام لعوه کوي کوم چې د افغانانو ډېره مادي او معنوي سرمایه پرې مصرف شوې ده، بیا به نوی نظام په افغانستان کې ډېر وخت او امکاناتو ته اړتیا ولري چې دا بیا د افغانانو له وسه پورته خبره ده، افغان حکومت د لږکیو په اړه او په خاص طور د مذهبي لږکیو لکه شیعه یاهزاره او نورو چې د طالبانو د نظام د ړنګیدو په وخت کې یې پر طالبانو هیڅ رحم ونه کړ او بې دریغه یې ووژل او همدارنګه د قومي لږکیو لکه تاجک، ازبک او هزاره چې دا نولس کاله یې د اکثریت برخه او واک په لاس کې وو، له حساب کتاب څخه ډار لري.

رښتیا ده د تاجکو، ازبکو، هزاره قومونو ځینو ګروپونو او ډلو د طالبانو په ځپنه او وژنه کې لاس لره آن تردې چې د امریکا د پوځي هوایي ځواک څخه یې د طالبانو په مقابل کې د سترو بمونو د استعمال غوښتنه کوله، دوی نه یوازې طالبان وځپل بلکې په شمال او مرکزي سیمو کې د طالبانو او القاعدې په نوم ډېر پښتانه مړه، ژوبل، بې کوره او بې پته کړل چې بیا دغه خلک د خپلو جنایتو او ګناهونو د ځواب ویلو څخه ویریږي.

ځینې داسې خلک هم شته چې دوی په زور د طالبانو په جایدادونو او مالونو باندې اړولي دي او پریښودل او حساب ورکول ورته ناشوني ښکاري، نو دوی شخصي نفعه د طالبانو په نه شتون کې ده او بالمقابل ملي منفعات ورته ارزښت نه لري، نو طبیعي ده چې دوی به د طالبانو سره د سولې کولو کلک مخالف دي.
زما نظر د رسنیو د حقوقو په اړه طالبان یو څه متفاوت نظر لري، دوی داسې وايي چې رسنۍ باید ملي شي، کومې چې په اوس مهال کې دا رسنۍ د دې پر ځای چې د افغان ملت تیت او پرک قومونه سره وصل کړي، بالمقابل د هغوی د جدایۍ هڅه کوي، کله په تلویزوني پروګرامونو کې د افغانستان ملي تاریخ تر پوښتنې لاندې راولي او کله هم داسې څه خپروي چې کاملا د پیسو او مادیاتو په مقابل کې د پردیو ژبې او فرهنګ لپاره کار کوي، که څوک ورنه پوښتنه وکړي نو ځواب یې دا وي چې موږ د بیان ازادي لرو او موږ چې هر څه کوو، باید تر سره یې کړو.
طالبان په دې هم پوهیږي چې د نورو ملکونو سره څه ډول سیاسي او دیپلوماتیک روابط جوړ کړي، زما په نظر دوی به په نړیوالو اړیکو کې د مذهب تر سیوري لاندې را نه شي، هر ملک سره هغوی که اسلامي ملکونه وي او یا غیر اسلامي ور سره تعامل به وکړي او د افغانستان ملي ارزښتونو او ګټو ته په کتو به انعطاف پذیر وي، خو دا اجازه به هم چا ته ور نه کړي چې د افغانانو له خاورې نه د بل هېواد پر ضد پوځي او استخباراتي ګټه پورته کړي.

زما په نظر که څه هم امریکا د افغانستان په قضایاو کې ښکېل ده، خو دوی به هم د افغانانو په خپل منځي پرېکړو کې غرض ونه کړي، د امریکا وتلی دیپلوماټ، د امریکا خارجه وزارت د بهرنۍ پالیسۍ جوړونې متخصص او اوس د سولې په برخه کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تازه د طلوع نیوز تلویزوني خبري چینل سره په مرکه وویل، چې که چېرې کومه افغاني داخلي کړۍ د سولې خبرو د سبوتاژ هڅه وکړي، نو امریکا به په هیڅ صورت اجازه ور نه کړي، داسې ګومان کیږي چې د خلیلزاد هدف د افغانستان اوسنی ولسمشر محمداشرف غني او د هغه د ټیم هغه غړي وو، چې په ډاګه د سولې د خبرو مخالفت کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx