افغانستانسولې اړوند خبرونه

د کابل مذاکراتي ټيم دوه غړي دوحې ته له تګ پاتې دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ وږي، ۱۳۹۹ل): له طالبانو سره د مخامخ خبرو د مخته وړلو په موخه د کابل له لوري د ګمارل شوي پلاوي دوه تنه غړي دوحې ته له تګ پاتې دي.

«فاطمه ګیلاني»  او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د «حزب اسلامي» ګوند غړی «غیرت بهیر» د کابل له لوري دګمارل شوي پلاوي برخه وو؛ خو د بین الافغاني مذاکراتو د پيلېدو په درشل کې لا هم له خپل ټیم سره یو ځای شوي نه دي.

د طلوع نیوز د راپور په اساس، غیرت بهیر د خپل مشر «ګلبدین حکمتیار» له لوري راګرځول شوی او دوحې ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي او فاطمه ګیلاني بیا وایي، روغتیایي حالت یې سم نه دی او له رغېدو وروسته په مذاکراتو کې برخه اخلي.

بل لور ته په په دوحه کې د کابل د مذاکراتي ټیم غړي وایي، دوی به د غیرت بهیر په ځای «مولوي عین النعیم» چې تر دې وړاندې د تخنیکي ټیم غړی وو؛ د مذاکراتي ټیم د غړي په حیث معرفي کړي.

د حزب اسلامي ګوند یو تن غړي «حفیظ الله نقي» وايي، سپېدار او ارګ د مذاکراتي ټیم معیارونه په نظر کې نیولي نه وو؛ نو ځکه موږ باور درلود چې د یو یا هم څو تنو لېږل د سولې په پروسه اغېز نه کوي.»

د کابل د مذاکراتي ټیم دوه غړي داسې مهال دوحې ته له تګ پاتې دي، چې تمه ده په نږدې ورځو کې د طالبانو او افغان جهتونو د مذاکراتي ټیمونو تر منځ مخامخ خبرې پيل شي.

تېره ورځ  د دواړو ټیمونو له لوري د تماس ټاکل شوې کمېټې خپله لومړۍ ناسته ترسره کړه او د مذاکراتو په مهالوېش او نورو اصولو يې خبرې وکړې.

رسنیو ته یو شمېر سرچینو ویلي، داسې انګېري چې د یوې اوونۍ دننه به د طالبانو او افغان جهتونو مذاکراتي ټیمونه خبرو ته کښېني.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx