افغانستانسولې اړوند خبرونه

کروشیايي پوځيان په بشپړ ډول له افغانستانه ووتل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ وږي، ۱۳۹۹ل): د کروشیا هیواد لسګونه هغه عسکر چې د ناټو پرېکنده ماموریت تر چتر لاندې افغانستان ته راغلي وو؛ په بشپړ ډول له افغانستانه ووتل.

کروشیايي عسکرو تېره ورځ د بلخ ولایت د مرکز «مزار شریف» اړوند « مارمل» اډه کې د خپل بیرغ د راټيټولو مراسم ترسره کړل او په رسمي ډول یې خپل ماموریت ته د پای ټکی کېښود.

کروشیا په افغانستان کې ۱۰۰ نارینه او ښځینه پوځیان درلودل چې د روان کال په جولای میاشت کې يې شمېر ۷۶ ته راټيټ شو او تېره ورځ یې پاتي عسکرو هم کډې وتړلې او خپل هیواد ته ستانه شول.

د بهرنیو عسکرو د وتلو لړۍ داسې مهال روانه ده، چې د روان کال په «فبروري» میاشت کې امریکا له طالبانو سره د بهرنیو عسکرو د ایستلو تړون لاسلیک کړ، چې په اساس به یې ټول بهرني ځواکونه د څوارلس میاشتو دننه له افغانستانه وزي.

د امریکا متحده ایالاتو څه موده وړاندې افغانستان کې د خپلو شته عسکرو له ډلې ۳۴۰۰ یې وایستل او تازه یې اراده کړې، چې په نږدې وخت کې د خپلو عسکرو شمېر څلور زره ته راټيټ کړي.

د امریکا ولسمشر څو ورځې وړاندې رسنیو ته وویل، چې په «لنډه موده» کې به افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر څلور زره ته راټيټ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx