شعـــــرونه

مونږه کمزوری محبت نه کوو/ ريحان

شفاعت ريحان

زلفې دي څنډو کې د شال اوړي
کيسه آخر پای په جنجال اوړي

تا چې يوازې کړمه، څۀ وشوه نو؟
زما له بلې يارۍ کال اوړي

رقيب چې تور مخ د يار څنګ ته راشي
لکه چې وريځې پر هلال اوړي؟

چې د هيواد او دين په ننګه څرخي
قلم په توره او په ډال اوړي

د جانان نوم په ميم او حا راپيل شي
بيا ځلې ميم، او حا په دال اوړي

موږه کمزوری محبت نۀ کوو
زموږ به مينه په مثال اوړي

څۀ به دې حال وي شفاعته یاره!؟
خاورې چې ستا په انډېوال اوړي

شفاعت ريحان

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx