ټولنیزه برخه

د الله تعالی په لار کې له ۲۷ کلن سفر څخه بېرته راستنېدل

مولوي محمدرضاء رحماني

د حضرت امام ربیعه الرائی رحمه الله پلار فروخ د بنو أمیه په زمانه کې د جهادي أمورو په یو مهم کار خراسان ته ولېږل شو ، دا هغه وخت و چې د فروخ مېرمن په ربیعه باندې حامله وه.

فروخ د تللو پر وخت خپلې مېرمنې ته ۲۳ درویشت زره دیناره د کور د خرڅ او خوراک په موخه پرېښودل ، فروخ خراسان ته ورسېد ، د وخت د أړتیا او د ورپېښو مشکلاتو له وجې فروخ پوره اوویشت کاله خپل وطن اطهر مدينې منورې ته نه راغلو.

د ربیعه مور ډېره هوښیاره او عقلمنده وه ، ربیعه چې کله په ښه او بد پوهه شو نو مور یې دده په حقله د ښه لوړ تعلیم او تربیت فکر وکړ ، د ربیعه د ښه تعلیم او لوړو زدکړو په خاطر یې ډېرې پیسې ولګولې.

فروخ اوویشت کاله وروسته مدینې منورې ته په داسې شکل راغی چې په آس سپور و او په لاس کې نېزه وه ، د کور دروازې ته په رسېدو یې د کور دروازه د نېزې په څوکه وډبوله او غږ یې کړ ، د آواز په آورېدو ربیعه دروازې ته راغی له پلار سره په داسې حالت کې مخامخ شو چې دواړو نه سره پېژندل.

ربیعه فروخ اجنبي وباله او ویې ویل (یا عدو الله اتهاجم علی منزلي؟ فقال لا: وقال فروخ انت رجل دخلت علی حرمتي؟ )
اې د الله دښمنه ته زما په کور حمله کوې؟ فروخ وویل نا بلکې اې د الله دښمنه ته زما په حریم کې را ننوتلی یې؟

خبره اوږده شوه دواړو یو بل له ګریوان سره ونېول آن تر دې چې خوا وشا ګاونډیان هم له شور او ژوګ په وجه را خبر شول ، تر دې چې دا خبر تر امام مالك بن انس رحمه الله پورې ورسېد.

دا وخت ربیعه د عمر په لحاظ ځوان وو خو د علم آوازه یې تر ډېره وه ، تردې چې امام مالك رحمه الله په څېر د أحادیثو امامان به دده په درس کې کېناستل ، امام مالك رحمه الله په شمول د نورو مشائخو دلته راغلل ترڅو د خپل اوستاذ حضرت ربیعه رحمه الله سره همدردي وکړي.

ددوی تر رارسېدو وړاندې ربیعه فروخ ته وویل چې قسم په الله چې تا به زه د وخت پاچا ته ورولم ، فروخ هم پاچا ته د تللو ګواښ ورته وکړ ، ګوري چې په دې وخت کې د خلکو سترګي پر امام مالك رحمه الله ولږېدې ، خلک ټول چپ شول ، امام مالک رحمه الله فروخ ته وویل مشره تاسو کوم بل ځای کې استوګنه وکړۍ!

فروخ وویل:
دا زما کور دی ، زما نوم فروخ دی او زه د فلاني غلام یم ، دا خبره د ربیعه رحمه الله مور د دېوال تر شا تر غوږ شوه ، د باندې راغله او ویې ویل: هـــو دا فروخ زما خاوند دی او ربیعه مې ځوی دی!

څه وخت چې فروخ سفر ته تللو هغه مهال ربیعه زما په خېټه وو ، ددې خبرې په آورېدو پلار او ځوی ترغاړه شول ، دواړو ښه ډېر سره وژړل او کور ته د ننه شول ، فروخ مېرمنې ته د ربیعه په طرف اشاره وکړه ول دا زما ځوی دی؟

مېرمنې یې وویل هــو!
تر لګ ځنډ وروسته فروخ له مېرمنې څخه د هغه پیسو چې کله دی خراسان ته تللو پرېښې وې وپوښتل ، مېرمنې ورته وویل چې واخله دا څلور زره دیناره دي ، او باقي نور مال مې یو ځای خښ کړی دی چې څو ورځې وروسته به یې را وباسم ، اوس دومره تلوار مکوه.

ربیعه د خپل معمول مطابق سهار وختي جمات ته ولاړ او درس یې شروع کړ ، په دې درس کې امام مالک رحمه الله او حسن بن زیاد رحمه الله او نور د مدینې منورې مشهور خلک هم ناست ول.

د ربیعه مور ته دده د درس وخت ور معلوم و ، له دې وجې یې فروخ ته وویل چې لمونځ په جمات کې وکړه ، فروخ جمات ته راغی لمونځ یې وکړ ګوري چې د أحادیثو د درس یوه عظیم الشانه حلقه جوړه ده ، دده هم د أورېدو خواهش پیدا شو ، حلقې ته رانزدې شو خلکو لار ورکړه.

ربیعه رحمه الله چې نه یې غوښتل په درس کې خلل واقع شي سر یې ښکته کړ چې ګواکې ما نه یې لېدلی ، فروخ په دې حال کې خپل ځوی ربیعه رحمه الله ونه پېژانده ، له چا یې وپوښتل ( من هذا الرجل؟ فقال له هذا ربیعة بن ابي عبدالرحمن ) دا سړی څوک دی؟ هغه ورته وویل دا ربیعه د ابی عبدالرحمن ځوی دی ، د فروخ کنیه ابو عبدالرحمن وه فروخ ددې خبرې په أورېدو د ډېرې خوشحالئ اظهار وکړ ، او دا یې وویل چې الله تعالی زما د ځوی مقام لوړ کړی دی.

فروخ کور ته په راستنېدو خپلې مېرمنې ته وویل چې ستا ځوی مې نن په داسې حال کې ولید چې تر اوسه مې هیڅ عالم او فقیه ندی لېدلی!
مېرمنې ورته وویل ستا څه خوښیږي دینار او که دا علمي درجه؟
فروخ وویل په الله قسم چې دا مرتبه مې ډېره خوښیږي!
مېرمنې ورته وویل چې داټولې پیسې مې ستا د ځوی په همدغه درجه او مرتبه خرچ کړي دي.

تاریخ بغداد جلد ۸/ صفحه ۴۲۰

اللهم صل وسل على سيدنا محمد وآله و عترته بعدد كل معلوم لك

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x