ورزش

انګلستان له جالبې لوبې وروسته استرالیا ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ وږی، ۱۳۹۹ل): د کرکټ په تاریخ کې د پاکستان او هندوستان له سیالیو وروسته د انګلستان او استرالیا ترمنځ د هر ډول فارمیټ سیالۍ په زړه پورې او تر ټولو زیات مینوال لري، چې هر وخت یې لیدل جالب وي.

په دې لړ کې اوسمهال د انګلستان او استرالیا ترمنځ یو ورځنۍ سیالۍ روانې دي چې د یکشنبې په ورځ انګلستان له جالبې او په زړه پورې لوبې وروسته استرالیا ته د ۲۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

په یاده سیالۍ کې انګلستان له ستونزمنې توپ وهنې او د نهمې ویکټې د ۷۶ ملګرتیا په مرسته په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۹ ویکټو په سوځېدلو ۲۳۱ منډې جوړې کړې.

ددوی لخوا لوبډلمشر ایون مورګن ۴۲، جویي روټ ۳۹، ټام کورن ۳۷ او عادل رشید ۳۵ منډې جوړې کړې. د استرالیا لخوا په توپ اچونکو کې اډم زمپا ۳، میچل سټارک ۲، جوش هیزلووډ، پیټ کمینز او میچل مارش ۱-۱ ویکټه واخیسته.

په ځواب کې د استرالیا توپ وهونکو لخوا لوبډلمشر آرون فینچ په زړه پورې ۷۳ منډې جوړې کړې، خو په وروستیو کې د ۲۳ منډو په بدل کې ۷ ویکټې له لاسه ورکړې چې ددوی د ماتې لامل شول.

د انګلستان لخوا جوفرا آرچر، سام کورن او کریس ووکس ۳-۳ ویکټې ترلاسه کړې، خو جوفرا آرچر په مهمو ویکټو اخیستلو د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې انګلستان د استرالیا د ۲۹۵ منډو هدف بشپړ نشو کړای او په ۱۹ منډو یې ماتې ومنله. سیریز په ۱-۱ مساوي شو او ددوی ترمنځ دریمه سیالۍ به د سپتمبر په ۱۶مه د چهارشنبې په ورځ ترسره کیږي.

له دې وړاندې د انګلستان او استرالیا ترمنځ د شل اوریزو درې سیالیو سیریز ترسره شو چې په کې انګلستان په ۲-۱ دغه سیریز په خپل نوم کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx