نظــر

له یږې (خرس) سره دوستي

عبدالغفار سربڼ

وړمه ورځ د سپتمبر دولسمه  نیټه ۲۰۲۰ کال  په دوحه کې د وطنوالو ناسته او پيل غونډه تر سره شوه. په دې ناسته کې هر چا څه او څه وویل خو د ناټو هیوادونه او د دوی وطني انډیوالانو په یوه خوله د امارت اسلامي د طالب هیئت نه د اوربند  غوښتنه کوله، نوم یې هم ورته ټاکلی، بشر دوستانه اوربند.

امارت اسلامي  اصولا او د شرعي او اسلامي احکامو په رڼا کې له اوربند سره مخالفت نه لري، خو دوی د دایمي بامسولیته او محکم اوربند هم طرفداران دي او هم یې اجراء کوونکي.

خیر زه نه پوهیږم چې ولې دا د اوربند پوښتنه او غوښتنه فقط له طالبانو کیږي ولې د کابل اداره او ناټو نه غواړي چې هجوم او بمبارد پر خلکو پس له شلو کلو بند کړي يعنې شرم کاشکې په کوم بازار کې پلورل شوي وي چې دوی ته په بیه په لاس ورغلي وای او بله سپکه داده چې ایا امارت اسلامي کوم زبر ځواک دی چې ټول له دوی ویریږي او له دوی نه د سر امان غواړي او ناټو باداران يې هم د دوی شفاعت کوي.

د دوی په بمباریو کې دا دوه ورځې اویا میرمنو او ماشومانو ته ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دوی په بیشرمۍ اوربند غواړي
اعوذ بالله من شر الکاذبین خیر هلته یو تن چې نادري نومیږي او دا شل کاله خدازده چی د کوم خدمت په بدل کې د ناټو په حمایت له یوه وزارت نه بل وزارت ته تبدیلیږي او یا دده له پاره نوی بست او چوکۍ جوړیږی، خو په هر حال مقصد دی تل پر چوکۍ سپور ګمارلی شخص دی.

معلومیږي چې بهرني باداران او امران یې زورور او ښکرور دي چې تل یو لوړ رتبه پاتې شوي دي.

خیر دا شخص له هر بل سړي نه پر جمهوریت او پر غني او پر پطره اي او ټوټې ټوټې حاکمیت مین سړی معلومیده، خبرې یې پارونکې او د پیوستون او یوې اجماع ته رسیدو په خلاف وې.

هر سوال ته یې په کبر جواب ورکاوه ته به وایې چې قطر ددۀ ملکیت دی، خبره اوږده شوه ما، غوښتل دۀ ته او ددۀ ټولو انډيوالانو ته دا لاندې قصه ډالۍ کړم.

که څوک دی پیژني زما دعا به ورسره وي که دا قصه دۀ ته واوروي:
وايي کوم سړی و، د هغه کره زوی نه کیده. دوهمه ښځه او بیا یې دریمه ښځه وکړه خو د لوڼو شمیر یې اووه ته ورسید، خو زوی یې په نصیب کې نه و، د خدای پاک کړه و او د بنده ورته کاته و، چې په سپینه ږیره خدای ګلالی او کاکل زري زوی ورکړ.

بس سړی یو ځلې ځوان شو، د درستې نړۍ نعمتونه یې غوښتل چې زوی ته یې ورکړي، زوی کرار کرار ستریده او لویده، شوقونه او غوښتنې یې هم زیاتیدې. ان چې داسې شیان یې غوښتل چې کله کله  به خلک مور، خویندی او پلار هم ورته حیران شول، خو پلار دۀ ته همداسې عادت ورکړی و او قطعأ یې نه ورته نه ویلې.

د چرګ شيدې او د سړي ځان یې که ممکنه وای ورته اماده کول، خلاصه نازدانه او یو دانه و، دی چی بیا د څلورو کلونو شو  نو یوه ورځ پلار له لاسه نیولی د بازار خواته روان شول.

بازار کې هر شي باندې چې زوی لاس کښیښؤد، پلار یې بیه ورکړه او دی یې پرې خوشحاله کړ.

یو ځل ګوري چې زوی یې د بازار په ګنج کې له یو څاروی سره لوبې کوي، ورغی نژدې چې ګوري د یږې بچی و، څنګ کې یې کوم جوګي مداري و.

هغه ویل چې دا یې په ډاګ کې موندلی او اوس یې روزل په کار دي چې پيسې وګټي.

دا د خرس بچی داسې دده له زوی سره په لوبو اخته وو چی له بازار او له دنیا نه بیخبره وو.پلار  زوی  یوه شیبه پریښود چی لوبی وکړی بیا یی له لاسه ونیو چی کورته یی بوزی خو هلک له ایږ  نه نه جلا کیده .

بس د عادت له مخی همدا یی ویل چی ستا دا ټول نور شیان می نه دی په کار فقط همدا ایږ راکړه . پلار چی هر څه زیار ویوست  فایده یی ونه کړه .ځان سره یی ویل راځه دا به واخلم او پس له څو ورځو به یی زړه له لوبو تور شی بیا به یی یا خرڅ کړم او یا به یی شاهی ژو بڼ ته وروسپارم .نو له سړی نه یی وغوښتل چی هره بیه چی ته یی غواړی زه یی درکوم زما زوی زیل کړی او سر یی تنبه کړی اوس دا ایږ له ما غواړی .سړی ورته وویل چی خیر وایخله خو پام چی زوې درنه ژوبل نه کړی ځناور ځناور وی که هر څو مره هم بنی ادم سره وګرځی خپل فطرت او داړونکی خصلت نه شی هیرولی .خلص هلک یی په دی تحفی هم خوشحاله کړ.

ورځي میاشتی کلونه تیریدل خو دا دایږې زوی د انسان له بچی سره دومره انډېوالان شول چی دوی دواړو له یو بل نه پرته نه چیری تلل نه یی مړی خوړله نه یی لوبی او چکر واهه او نه هم له یو بل نه جلا بله خونه کی څملاستل.

هر کار یی یو ځای کاوه. هلک چی کله د دیرشو کلونو شو نو یوه ورځ چی دواړه په چکر وتلی وو او له ډیري ګرمی او ستومانی د یوی چینی په سر د یوی ونی سیوری لاندی دواړه دمی ته ګوښه شول او د لمر له وړانګو یی ځانونه وژغورل .بس په مینه او په لوبو لوبو او کرار کرار بوخت وو چی  ګوری یو بوډا سړی دوی ته نیږدی کیږي.

پس له سلام نه په ډار ډار لاروی له هلک نه د دی استثنایی او نادری دوستی قصه او دلیل وپوښتل او هلک ټوله قصه ورته تیره کړه. لاروی چرت کی ډوب شو او وویل چی ګوره زه به یو نصیحت درته وکړم. دوستی چی ده د ذاتی دښمنانو په مینځ کی شه انجام نه لري، مثلا زمری هيڅکه له غوایی یا غرڅي سره او باز له سوی سره  مار دمرغی بچی سره لیوه له میږی او پسه سره دوستی نه شی کولای ځکه فطرتا غلیمان دی او دا دوام نه لری او پای یی د یوه په تباهی او دبل په غلبه کښیښودل کیږی یا دا چی له ډیری دوستی دوست بل دوست ته جاهلانه ضرر او نقصان رسولی شي، نو دوستی باید ددو هغو کسانو په مینځ کی وشي چې:

اول: د دواړو خواوو ګټې سره شریکې وي.

دوم: چې په دغه دوستۍ کې دواړو خواو ته ضرر یا نقصان نه وي.

دریم: دا چې یو طرف بل طرف ته په ناپوهۍ   کې کومه صدمه ونه رسوي.
ویل کیږي چې له نادانه دوست نه دانا او هوښیار دښمن بهتره دی.

څلورم:که هر څومره دوستی محکمه وی هیڅکله باید د ځان له ساتلو نه دوستان غافله نه شی اوتل بیداره اوسی چی کومه غیر عمدی غلطی  ددوی دوستی خرابه نه کړی.

پڼځم. دا چی سړی سړی وی او ځناور ځناور نو که له انسانانو سره ځناور ستر هم شی بیا کیدی شې حیوانی غریزوی فطرت پر حیوان غلبه وکړی او تباهی راولی .بیا هم غفلت په کار نه دی ځکه ویل کیږی چی عاقبت ګرګ زاده ګرګ شود اګر چه با ادمی بزرګ شود.

هلک ټولی خبری واوریدی خو په هره خبره کی یی وخندل او په ملنډویی وویل چی کا کا زما او ددغه ایږ دوستی ټینګه ده او له تجربی او ازمایښت نه کامیابه راوتلی  او اندیښنه مه کوه.

سپین ږیری لاروی ورته وویل چی ما مفته رایګانه مشوره درکړی که په درد دی خوری بسم لله که نه له یاده یی وبا سه.  او پس له دمی نه  ودرید او خپله لیار یی ونیوله او د ژبی لاندی یی دا خبره تیروله :نادره دوستی ښه انجام نه لری.  کرار کرار له نظره ورک شه.

هلک چې ډیر ستړی وو نو سترګی یی کراری کراری پټي شوې او په خوږ خوب ویده شه.

يږ یی لکه تل د خوب په وقت دده په سر پیره کوله ګوری چی  یو مزاحم مچ غټ مچ وار وار د هلک په سر کښینی  . په لس هاو ځل خرس ایږ مچ د هلک له سر نه وهی او الوزوی یی خو مچ کله له خپله کاره لاس اخلی .بیا بیا مچ والوزی او راشی او دهلک په سر کښینی.

خرس اخر داسی پکو شه او حوصله یی سر ته ورسیده چی زګرویده.

دا ځل چی مچ راغی کښیناست ایږ وکتل څنګ کی یی یوه غټه ډبره پرته ده نو  تیږه یی راواخیستله او غوښتل یی چی مچ په ډبره وولی . هماغه مچ وو هماغه هم سر وو او هماغه هم ډبره. دهلک د سر ماغز  هری خواته وشیندل شول او ایږ په داس حال کی چی رمباړی یی وهلی لاسونه یی په سر ټکول خو وقت تیر وو.

لاروی چی بیرته را ګرځیدلی وو او دا حال  یی لیده بیا یی دا خبره تکراره کړه نادره دوستي.

نادری او دده ملګرو ته او همدا راز د روسانو پرونی انډیوالانو ته همدا سبق او د عبرت قصه زده کول په کار دی.

اوس که هلک نجیب شی اویا ع او غ اوایږ او خرس پرونی روس او نننی امریکا شې دا به سم سمبولیک تمثیل وی. دا هیواد  له داړونکو او خونخوارو زبر ځواکونو سره ګډې ګټې نه شي لرلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x