ټولنیزه برخه

راځئ چې سره يو شو

لیکنه: مرحوم مولوي محمد یونس خالص

ژباړه: محمد فهیم عثمان

ورځې تیریږي، زموږ هر فرد مصروفیت لري، ټول پر خپل عقل حساب کوي، دوه وروڼه په یوه فکر نه لیدل کیږي، پلار او زوی هم فکري اختلاف لري.
ښه ګمان خپل ځای بد ګمانۍ ته پریښی، دلایل او اسناد د حق او حقیقت د څرګندولو لپاره نه، بلکې د مقابل لوري -اګر که په حقه وي- د ملامتیا او پړ کولو لپاره راوړل کېږي.

بد کارونه ستایل کیږي او ښه کارونه د نامطلوب عنوان لاندې یادیږي، هر څوک اوبه خړوي او کبان نیسي، ولې اوس هم د خدای په فضل سرِ وخت دی، که نن ورځ هم خپلو ځانونو ته ځیر شو او فکر وکړو چې زموږ د کار پایله څه ده، په دې پوهیږو چې راتلونکی تاریخ چې زموږ د نویو نسلونو په روحیه کښل کېږي، آیا موږ یې د جوړولو کوشش کړی او که نه د هغوی لپاره څو بدې خاطرې پریږدو.

زما یوازې هغه ځوانان چې په جریان کې دې یا هغه ځوانان چې د مسلمان ځوانانو په نامه سره یادیږې مخاطب نه دي، بلکې ټول هغوی چې په راس کې ځای لري، په مسجد کې د امام په حیث، په مکتب کې د استاذ په توګه اوبالآخره ټول هغوی چې په سر او زړه کې بیداري لري زما مخاطب دي، فکر وکړئ او ځیر شئ که چيرې موږ نن یو موټی نه شو، نن مو له پرونه بدتریږې او ددې پرځای چې پرمختګ وکړو شاته ګرځو.

که زموږ د ټولنې دښمنانو هر څومره کوشش کړی چې زموږ راتلونکي ته داسې پلان راوړي چې زموږ حق پرسته او ترقي خواه وطنوالو ته هیڅ د منلو نه وي، نو په دي هیڅ کله نه دي توانیدلي چې دغه مسلمان ملت په کلي توګه وغولوي او په زغرده ویلی شو چا چې هم د دغه حق غوښتونکي ملت ګرېوان ته لاس اچولی، ډیره بده پایله او پښیماني یې په برخه شوې دي.

موږ څه غواړو؟
موږ اوبه، ډوډۍ او زده کړې ته اړتیا لرو خو غواړو تبعیض او تمیز له مینځه ووځي، غواړو چې د دې ټولنې د وګړو تر منځ باور پیدا شي، غواړو چې اقتصادي توازن برابر شي، غواړو چې دومره پیاوړي شو چې تیري کوونکوو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړو.

همدا اوس باید سر په ګریوان کې ښکته کړو، فکر وکړو او له خدای راکړي عقل او منطق څخه کار واخلو، خپل انساني شعور په کار واچوو، په همدې حالت کې چې د خوشبینۍ او بدبینۍ د احساساتو تر اغېزو لاندې یو، لږ ځان ته وګورو او فکر وکړو چې پورته موخو ته په کومو لارو رسېدل شوني دي؟

آیا د نورو بندګۍ ته غاړه کیږدو او هر هغه څه چې هغوی یې کوي موږ یې هم وکړو؟ راځئ چې نننۍ نړۍ ته ځیر شو چې حال یې څه دی؟ اتفاق او اتحاد، ورورولي او همدردي یې برخه ده او که نه هره شېبه زرګونه انسانان د پردیو ګټو لپاره قربانېږي.که چیرې موږ د ده او هغه پیروي وکړو او خدای مه کړه په اصطلاح مسلمانۍ ته مو «نه» ووایو او تر هغې چې د بندګانو له پیروۍ لاس وانخلو، شونې نه ده چې متفق او یو موټی شو، نو باید څه وکړو؟ د خدای بندګي وکړو او د اسلام د مقدس دین پیروان شو، کوم اسلام؟
هغه اسلام نه چې څنګه مو زړه وي تعبیر یې کړو او نور هم په هغه شکل چې زموږ خوښه وي پیروۍ ته یې راوبلو، هغه اسلام نه چې په مسجد او ممبر پوري یې وتړو او له ټولنیزو اړیکو یې لرې وساتو، هغه اسلام نه چې کمونستي او کپټلیستي دولتونه یې د خپلو ګټو لپاره رایجول غواړي، هغه اسلام نه چې په ژبه مو وي خو په زړه کې مو ځای و نه لري…

بلکې هغه اسلام چې څنګه د اسلام پیغمبر په خپلو کړو وړو کې راښودلی دی، که چیرې موږ په رښتيا اسلام ته راوګرځو او که چیرې موږ د اسلام له حقایقو خبر شو، هله به پوی شو چې نن ورځ په ټولنه کې څومره انحرافات شته چې د اسلام او مسلمانۍ په نامه ترې ګټه پورته کیږي.

هو نن ورځ د (طلب العلم فریضة علی کل مسلم) حدیث د خپلي رسوایئ لپاره دلیل نیسو او د (اختلاف أمتي رحمة) له بیان څخه ناسمه ګټه پورته کوو، نن ورځ دوه مسلمانان په خپلو کې اختلاف کوي او هر یو یې د ځان لپاره په اسلام کې دلایل لټوي چې دا د دې دلیل نه شي کیدای چې اسلام مسلمانان سره وېشي، بلکې دا د دې دلیل دی چې اسلام هغه شریعت او لاره ده چې په هر وخت او زمانه کې ګټه ترې اخيستل کېدای شي، ولې افسوس پر هغوی چې د اسلام جوهر د اسلامي روحیې خلاف کاروي.

که چیرته له اسلامي زده‌کړو لرېوالی نه وی او یا مو خلک ناپوی او د اسلام له دینه بېخبر نه وی، چا نه شو کولای چې ناوړه ګټه ترې پورته کړي، د اسلام روحیه تقاضا لري چې ابرو او ارامي، عدالت او باور، توازن او برابري په ټولنه کې شتون ولري او دا په دې معنا نه ده چې غل دې د امنیت په نامه نه تهدیدیږي، یا دې ډاکو نه څارل کیږي، اسلام د مادیاتو فساد د عقیدوي او روحي فساد زیږنده ګڼي او مسلمانان مکلف بولي چې ښکاره او مادي فساد نه نسبتا باید د عقیدوي فساد په مقابل کې په ټینګه اراده مخنیوی وکړي، تر څو د ټولو فسادونو ریښې ختمې شي، هغه آرامي او امنیت چې د اسلامي عقیدې په شتون کې ټولنې ته راځي نسبت هغه امنیت ته چې د پولیسو قوه یې تامینوي د حقیقت او مجاز حیثیت لري، دا لویه تیروتنه ده چې مونږ د پولیسو قوې ته په اسلامي شریعت او په پلي کولو یې ډیر ارزښت ورکړو.

زه د دې دعوه‌ګير نه یم چې اسلامپال او مسلمان ځوانان په بشپړ ډول د اسلام استازيتوب کوي او یا یې اعمالو ته په کتو اسلام در وپیژنم، نه هیڅ کله نه! ځکه چې موږ مسلمانان د داسې اقتصادي نظامونو تر اغیزو لاندې ژوند کوو، چې موږ نه پرېږدي خپل ورځنی ژوند داسې تېر کړو چې سل په سلو کې د اسلام له حقیقت څخه نمایندګي وکړي، ولې دا منو او دعوه یې هم کوو چې اسلام د خدای دین دی او ټول انسانان هله کولی شي چې ګډ او همغږی ژوند ولري چې د بنده د بندګۍ پر ځای د خدای تعالی بندګۍ ته غاړه کیږدي، اسلام یو پلی شوی او ښه پایله لرونکی دین دی، اسلام هغه دین دی چې پورته یادې ټولې هیلې په کې رانغښتې دي او بالآخره ټولو ګرانو لوستونکو او د ټولنې خیر غوښتونکو نه د ورورۍ هیله لرم چې راځئ خپل اصل ته راوګرځو او د یوه الله بندګئ ته ملا وتړو.

پرینږدو چې له الله پرته مو بل څوک سرنوشت وټاکي، یو بل ته له ځانونو بندګان او معبودان جوړ نه کړو، ټول په یوه زړه له یوه خدایه درس واخلو، مبارک کتاب او الهي عدالت ته یې غاړه کېږدو، بیا هم که چیرې داسې خلک وي چې د اسلامي دعوت په لار کې خنډونه جوړوي او ټولنې ته مو شر راوړي، نو باید پوي شي چې موږ مسلمانان هیڅکله خپلو دښمنانو ته سر نه ټیټوو او نه یې په دوستۍ نیسو.

نوټ: پورته ليکنه د ۱۳۵۱ ه ش کال په ګهيځ اخبار کې په دري ژبه خپره شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x