ورزش

راشد خان او محمد نبي آی پي ایل کې ګډون لپاره عربي اماراتو ته ورسېدل

د افغان ملي لوبډلې دوه تکړه لوبغاړي د ویسټ انډيز په کرابین لیګ سیالیو کې له ګډون وروسته د هند په غوره لیګ (IPL) کې د ګډون په موخه عربي اماراتو ته رسېدلي دي.

تمه کېده په ویسټ انډيز لیګ کې له سیالیو وروسته به یاد لوبغاړي په شپږیزه لیګ کې د ګډون لپاره هېواد ته راستنیږي خو راشد خان وویل چې د کرونا ناسم وضعیت له کبله په دغو سیالیو کې ګډون نشي کولی.

ټاکل شوې ده د هند غوره لیګ د ۲۰۲۰م کال سیالۍ د روانې سپتمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه په عربي اماراتو کې پېل شي.

د راشد خان او محمد نبي لوبډلې سنرایزز حیدراباد په خپل ټویټر پاڼه د یاد خبر پخلی کړی، او ممکن مجیب ځدران هم ډیر ژر د خپلې لوبډلې سره یو ځای شي.

په ویسټ انډيز تجارتي سیالیو کې د افغان لوبډلو لخوا تر ټولو ځلیدلي لوبغاړي مجیب ځدران او محمد نبي وو، چې مجیب ۱۶ ویکټې او محمد نبي ۱۲ ویکټې واخیستې.

په هند غوره لیګ سیالیو کې به محمد نبي او راشد خان د سنرایزز حیدراباد لوبډلې لخوا او مجیب ځدران به د کینګز الیون پنجاب لوبډلې لخوا لوبیږي.

د یادونې وړ ده چې د کرونا وبا له کبله د سپورت ټول فعالیتونه اغیزمن شوي دي، په دې لړ کې به د نورو په څېر د آی پي ایل سیالۍ هم د بندو دروازو ترشا د نندارچیانو په نه شتون ترسره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x