نړۍ

سیلابونو ۳۰۰ کسان وژلي اوله شپږ ملیونه څخه زیات زیانمن کړی دی

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۱۷) اسلام اباد:  دیوي پاکستاني ورځپاڼي  ډان نیوز دراپور له مخي چي روانو سیلابونو دپاکستان په سینده ایالت کی تراوسه پوري دری سوه کسه وژلی اوله شپږر ملیونو څخه زیاتو خلګو ته یی ځانی اومالي زیانونه اړولي دي، په پاکستان کي دافتونو په وړاندي دمبارزي له دفترڅخه په خپاره شوی راپورکی ویل شوي، چي روانوسیلابونو دپاکستان دسینده ایالت ټولي درویشت ولسوالي زیانمني کړی دي.

سیلابونو ۵۳۹۸۹۹ کورونه په مکمله توګه ویجاړکړي دي او ۸۴۸۴۱۲ کورونه یی سرسرکی زیانمن کړي دي، اوهمدارنګه ۸۰۰۰۰ ژوي وژل شوی، ۲،۸۰۰.۰۰۰ ایکړه کرنیزه ځمکه چي اوس فعلا دپمبوو، کیلو، خرماوو، اوګني فصلونه ورباندي باندی ولاړ وو، یاخو په مکمله توګه له منځه وړی دي اویایی زیانمن کړی دي،  همدارنګه سیلابونوټول ۳۱۹۶۰ کلی خراب کړی دي.

دپاکستان په سینده ایالت کی دبارانونو اوله سلسله دروان کال داګست په ۱۱ نیټه باندی پیل شوه چي په اول کی یی دسیند ایالت څو محدودي وسلوالي لاندی کړی، خو ددوهم ځل بارانونه ډیرتیز وو چي له امله یی سیلابونو دسینده ټول ایالت په قهرجنو اوبو وپوښي.

درواني میاشتي پر اومه نیټه دپاکستان اولس مشر اصف علي زرداري دسینده ایالت له ځیني سیمو څخه لکه بی نظیراباد وسلوالي، میرپور، جډو اوګوټ غلام محمد څخه دهلیکوپټر الوتکی په واسطه فضایی لیدنه وکړه، نوموړي دسیمي له لیدلو څخه وروسته خبریالانو ته وویل په سیمه کی تباهي اوخرابي له هغه څخه څو چنده زیاته ده کوم چی حکومت یی اټکل کاوه، زرداري دخپلي وینا پرمهال دنړیوالي ټولنی څخه دبیړنیومرستو غوښتنه وکړه، اوهمدارنګه یی له پاکستاني قوم څخه وغوښتو چي روانو سیلابونو افتونو دتدارک اومخنیوي لپاره الله ته توبه وباسي اواجتماعي دعاوي وکړي، نوموړی دغه غوښتنه له پاکستاني قوم څخه په داس وخت کي وکړه چي خپله په یوه غیررسمي سفرباندي لندن ته ولاړ.

همدارنګه دپاکستان لومړي وزیر ګیلاني هم وامریکي ته له وړاندي څخه پلان کړل شوی سفر په هیوادکی دسیلابونو له کبله معطل کړ، ګیلانی هم په وارسره له نړیوالي ټولني، کورنیو اونړیوالو خیریه موسسو څخه غوښتنه وکړه چي له سیلاب ځپلو خلګو سره هررنګه مرستو ته ورودانګي، نوموړي همدارنګه دمرستو دراجلبولو اوویشلو لپاره دلوړرتبه چارواکو یوه ډله وټاکله ترڅو دمرستو به راجلبولی اوپه سمه توګه سره مرستي ترسیلاب ځپلوخلګو پوري  رسولو کي مرسته وکړي.

نوموړي دخپلو خبروپرمهال اعلان وکړ چی له هري ویجاړي شوی کورني سره ۲۰۰۰۰زره پاکستاني روپي نغدي مرسته کیږي، په پاکستان کي دغربت په وړاندی دمبارزي دفترله لوري ۴۰۰۰۰۰ بی ځایه شویو خلګو سره د ۲۵۸ ملیونه روپیو مرسته اعلان شوه.

په سیمه کی پاکستانی عسکرهم دخلګو په ژغرولو کی بوخت دي، فوځي چارواکي وایی تراوسه پوري یی په افت زده سیموکي له ۱۰۰۰۰۰ څخه زیاتوخلګو ته  دهغوي  دڅارویو په شمول نجات ورکړي دي.

له نړیوالي ټولني څخه دپاکستان داولسمشر له لوري دمرستو دغوښتني په جواب کي تراوسه پوري دچین هیواد ۴.۵ملیونه ډالره، ایران ۱۰۰ملیونه ډالره، اعلان کړیدي اوهمدارنګه دجاپان هیواد دبیړنیو مرستو په توګه ۴۵۰،۰۰۰ په ارزښت ددرملو، خیمو اونوراړینو توکو مرسته اعلان کړي دی.

جنوبي کوریا ددوه سوه زرو ډالرو په ارزښت داړینوتوکو دورکولو اوهمدارنګه اروپایی ټولنه ۱۰ ملیونه یورو مرسته اعلان کړی ده، تراوسه پوري دجرمنی هیواد له لوري څخه وپاکستان ته دسیلاب ځپلولپاره مرسته له ۲۱۰ ملیونه ډالرو څخه اوښتي ده، دچین دسري میاشتي ټولني د ۵۰۰۰۰ زرو ډالرو نغده مرسته کړی ده، په پاکستان کی دملګروملتونو نړیوالي ټولني له پانګه ورکونکوي هیوادونو څخه دسیلاب ځپلولپاره د۳۳۷ ملیونه ډالرو غوښتنه کړي ده. دامریکي متحده ایالاتو و ۳۵۰۰۰۰ کسانوته دخوراک ورکولو اوهمدارنګه و۵۰۰۰۰۰  کسانوته ددرملوورکولو ژمنه کړی ده.

له بله لوري  دپاکستان دپنجاب ایالت دډینګوپه نامه سره وژونکي ناروغي په مخه اخیسته دي چي تراوسه پوري له ۸۰۰۰ زره څخه زیات کسان په دغه وژونکي ناروغي باندي اخته شوی، ډاکټران وایی دغه ناروغه دیوډول غماشي دچیچولو له کبله رامنځ ته کیږي تراوسه پوري ددغي ناروغي له امله په پنجاب ایالت کی تراته دیرشو پوري خلګ مړه شوی دي، تیره ورڅ دسریلنکا له هیواد څخه  دډاکټرانو یوه ډله پاکستان ته راورسیده ترڅو له پاکستاني چارواکو سره ددغي وژونکو ناروغي په مخنیوي کی مرسته وکړي.

بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسی)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x