شعـــــرونه

نازولی عادت/ اکرام الدين مفتون

اکرام الدين مفتون

قلم له اوښکو ډکوم د ستا نامه پرې لیکم
د زړه کتاب غني کوم د ستا نامه پرې لیکم

زه یو مئین یم تر دې حده د وخت قدر کوم
په هر یو څه چې څه لیکم د ستا نامه پرې لیکم

لکه د شاتو مچۍ ګرځمه ګلونو پسې
ترېنه خواږۀ راټولوم د ستا نامه پرې لیکم

په ما راځي کله نا کله د جنون مرحله
ګوتې هوا کې تاوه وم د ستا نامه پرې لیکم

شکر یو داسې نازولی عادت هم لرمه
په ځان چې عطر لګوم د ستا نامه پرې لیکم

افغانستانه سپین ټیکری به پښتنې سولې ته
له سپین بیرغه جوړوم د ستا نامه پرې لیکم

د محبت اثر دې دومره مفتون کړی یم چې
په شونډو ژبه تېروم د ستا نامه پرې لیکم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x