ورزش

د رحمان الله ګربز په مشرۍ «کابل بازان» لومړۍ لوبډله د شپږيزې پايلوبې ته ووتله

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۴ وږی، ۱۳۹۹ل): په شپږيزه ليګ شل اوريزو سياليو کې د رحمان الله ګربز په مشرۍ د کابل بازانو لوبډله په کواليفاير ۱ سيالۍ کې مس عينک اتلانو ته له ماتې وروسته پايلوبې ته ووتله.

ځوان آلراونډر عظمت الله اورکزي چې د بند امير لخوا يې په زړه پورې ګټونکې توپ وهنه ترسره کړه، د حشمت شهيدي ۹۷ ناسوځېدلې منډې په سيند لاهو کړې او وتوانېد لوبډلې ته بريا ورکړي.

د مس عينک اتلانو او کابل بازانو ترمنځ د لومړي کواليفاير ياده سيالۍ ترسره شوه چې لومړی مس عينک توپ وهنه وکړه. ددوی لخوا حشمت شهيدي په ۵۲ توپونو ۹۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. دغه راز محمد شهزاد ۴۰ او غمي ځدران ۴۶ منډې جوړې کړې، او سيال لوبډلې ته يې د ۲۰۹ منډو ستر هدف وټاکه.

په ځواب کې کابل بازانو ټاکلی هدف د نور علي ځدران په ۸۵ او د عظمت الله اورکزي په ۶۲ چټکو منډو په ۲۰م اور کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو بشپړ کړ.

کابل بازان د اتصالات فورجي شپږيزې شل اوريزو ليګ اووم پړاو لومړۍ لوبډله شوه چې پايلوبې ته يې لار وموندله.

د مس عينک لوبډله به د ننۍ ايليمنيټر سيالۍ بريالۍ لوبډلې سره سبا سه شنبه دويمه کواليفاير لوبه کوي او ګټونکې په به پايلوبې ته لار مومي.

دويم پړاو ته وتونکې لوبډلې مس عينک اتلان، کابل بازان، بند امير ښاماران او بوست ساتونکي دي، چې له مخې يې کابل بازان پايلوبې ته لار موندلې او نورې لوبډلې به ايليمنيټر سيالۍ ترسره کوي چې يو لوبډله به پايلوبه کې د کابل بازانو سره د چهارشنبې په ورځ مخامخ کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x