واحد فقیري - مطبوعاتو ته کتنه

امریکایان په زیاتېدونکې توګه د افغانستان په اړه د ټرمپ پلوي کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ وږي، ۱۳۹۹ل): د امریکایانو د عامه افکارو تازه سروې ښيي چي څه باندي (۶۶ ٪) فیصده جمهوريپال او دیموکراتان له افغانستانه د امریکايي عسکرو راایستل غواړي، او د افغانستان په مورد کي د جمهورریس ټرمپ له پالیسۍ څخه ملاتړ کوي. 

دا تازه سروې دا هم ښيي چي د امریکایان په خارجي ملکونو کي د ابدي جنګونو څخه ستړي او ستومانه دي، او هغوی د متحده ایالاتو د دفاع د وزارت د بودیجې کمول هم غواړي.

د امریکایانو د عامه افکارو دا نوې سروې په نیویارک کي دېره ( د یورېشا ګروپ فاونډېشن) کړېده. د دې ګروپ یو مشر غړی وايي«ځوان امریکایان ګوري چي امریکا له ډېري مودې راهیسي په مینځني خیتځ کي په ناپایانه او بې انجامه جنګونو کي لتاړه ده.» 

هغه زیاتوي په افغانستان کي د امریکا جنګ شل کلن کېږي، او هغه امریکایان چي د سپټمبر د یوولسمي راوروسته زېږېدلي دي، هغوی اوس د امریکا په فوج کي خدمت کوي. دی علاوه کوي چي په امریکایانو کي د افغانستان د جنګ لپاره عمومي محرک او ولوله سړه سوې ده. 

دا سروې ښيي چي د ټرمپ او جو بایډن پلویان دواړه له افغانستانه د امریکايي عسکرو راوتل غواړي.

سروې دا هم ښيي چي عام امریکایان نه یوازي د افغانستان د جنګ په ارتباط بې علاقه سوي دي، بلکي په بهرنیو ملکونو کي د امریکا د نظامي مداخلو مخالف سوي هم دي. ځوان امریکایان د پنتګان د بودېجې کمول هم غواړي.

قریب ۴۴ ٪ امریکایان له اروپا څخه د امریکايي عسکرو راایستل هم غواړي. 

منبع: فارن پالیسي

تاریخ: سپټمبر ۱۴، ۲۰۲۰

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx