افغانستان

ایران د کډوالو په برخه کې د کابل له لوري ټاکل شوی سفیر رد کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ وږي، ۱۳۹۹ل):  د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان له لوري یوازې یو سفارت او یو سفیر په رسمیت پېژني او نه غواړي له اصلي سفیر سره موازي بل څوک هم ولري.

دغه څرګندونې وروسته له هغه وشوې، چې ارګ څه موده وړاند ې «شفق خواتي» د کډوالو په برخه کې د کابل ځانګړی استازی وټاکه.

خواتي ځان د کډوالو په برخه کې د ایران لپاره د افغانستان «سیار سفیر» یاد کړ او ادعاء یې وکړه، چې په خپل کاري استقامت کې د یوه رسمي سفیر پروټوکول او صلاحیت لري.

تازه د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي افغان کډوالو ته د پېژندپاڼو د ورکړې په مراسمو کې چې وړمه ورځ جوړ شوي وو؛ د خواتي ټاکنه رد کړې.

د ایران په بهرنیو چارو وزارت کې د لویديځي اسیا مدیر «رسول موسوي» په همدې تړاو ویلي «د یو مسئول چارواکي په حیث غوام ووایم، چې دوه موازي مقامونه په یو وخت کې درلودای نشو، موږ یوازې سفارت او شخصا سفیر یوه نهایي او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د تام الاختیار مسئول په حیث پېژنو.»

په همدې مراسمو کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال «میرویس ناب» یو ځل بیا د شفق خواتي په ګمارنې ټینګار کړی او هغه یې د اشرف غني استازی بللی.

په ایران کې د کابل حکومت سفیر «عبدالغفور لیوال» هم خواتي خپل ګرځنده سفیر بولي او په خبره يې ایران ته په ورتګ سره به یې د کډوالو لپاره د پېژندپاڼو د ورکړې پروسه چټکه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx