افغانستانسولې اړوند خبرونه

زلمی خلیلزاد د افغان سولې په اړه د بحث په موخه اسلام اباد ته تللی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ وږي، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو په لومړۍ ناسته کې له ګډون او هلته له طالب چارواکو سره تر لیدنو وروسته اسلام اباد ته تللی.

که څه هم اسلام اباد ته د خلیلزاد د تګ خبر په رسمي ډول نه دی خپور شوی؛ خو اسلام اباد کې مېشت خبریال «طاهر خان» د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو له قوله پر خپل ټویټر لیکلي، چې خلیلزاد د یوه درې کسیز پلاوي په مشري اسلام اباد ته ور رسېدلی او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې اړوند بحثونه پيل کړي.

د طاهر خان په خبره، خلیلزاد به له لوړ پوړو امنیتي او سیاسي چارواکو سره لیدنې ولري.

که څه هم له پاکستاني چارواکو سره د خلیلزاد د خبرو اجنډا څرګنده نه ده؛ خو اسلام اباد ته د نوموړي سفر داسې مهال دی، چې تېره ورځ په قطر کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ګډون د نړۍ د لسګونو هیوادونو د سفیرانو او بهرنیو چارو وزیرانو په شتون کې د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو لومړۍ ناسته ترسره شوه.

خلیلزاد له رسنیو سره د خبرو په مهال د بین الافغاني مذاکراتو په پیلېدو خوښي څرګنده کړې او د یادو خبرو د بریا هیله یې څرګنده کړه.

نوموړي ددې تر څنګ اندېښنه وښوده، چې د افغانستان دننه او د باندې ځیني کړۍ د سولې پروسه تخریبوي، غواړي امریکا د افغانستان په جګړه کې ښکېل وساتي او یا هم د سیمې له هیوادونو سره خپل رقابتونه په افغانستان کې وپالي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا په روښانه د پاکستان لاس وهنه نه په ګوته کوی؟ څه ضرورت دی چی امریکایی خلیل زاد پاکستان ته ځی شاید هلته قریشی ته ووایی چی طالبان خبرنګاران دی بی مسؤلیته پوښتنی نکوی که یی کوی بیا دی له باتور دوستم څخه نکوی هغه بیچاره چیری په دری یا پښتو پوهیږی پلار یی بیسواده دی ځوی به یی همداسی وی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx