نظــر

د قطر مجلس او بې ځوابه چارواکي

حبیب مجاهد

تېره شنبه چې د قطر په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو افتتاحیه مجلس ترسره شو. د مجلس له مهمو حاشیو یوه هم له کابل چارواکو څخه د مشعل افغان په نوم د یوه آزاد خبریال پوښتنې وې.  مشعل افغان چې آماتور خبریال دی او ښایي د ژورنالیزم رسمي زده کړې یې نه وي کړې. اګر که د پوښتنو لهجه یې یو څه غیرمعموله وه، خو په خپلو صریحو پوښتنو یې د کابل ادارې له څو مهمو چارواکو لکه نادر نادري او باتور دوستم څخه لوری لودن ورک کړ.

نادر نادري چې ځان د دوی په خبره د نوي دموکراتیک نسل استازی بولي، د مشعل افغان د پوښتنو په ځواب کې کاملا ناتوانه او بې ځوابه و. هغه د دې پر ځای چې د رایو په اساس د اشرف غني مشروعیت ثابت کړي له ځواب څخه پر څنګ لاړ او د طالبانو په مشر شیخ هیبت الله یې لفظي ګوزار وکړ. نادر نادري ته باید ویل شوي وای چې شیخ هیبت الله او طالبانو خو تر اوسه ټاکنې د یوه معیار او ارزښت په حیث نه دي منلې او نه یې هم په رسمیت پیژني. نو ځکه یې په اړه دغسې خبره راپورته کول هم بې ځایه او بې مورده ده.

تاسو د خپل ټول فکر او ډموکراسۍ اساس همدا انتخابات بولئ، چې د ولس د ارادې مظهر او د مشروعیت یوازینۍ منبع درته ښکاري.  کله مو چې د دوهم ځل لپاره د ټاکنو پروسه کاملا ډراماتیکه او په پایله کې رای پاڼې باطله دانۍ ته غورځول کیږي او خبره د سیاسي جوړ جاړي له لارې حل کیږي نو تاسو بیا په کوم مخ د جمهوري دولت یا ولسواکۍ نوم په خوله اخلئ. دې ته په پام سره د نادر نادري له بې مورده ځواب سره هغه خبر جوړیدله چې وایي: ډوله وهم دې چیرې او ډنګا دې چیرې ده.

د جنرال دوستم زوی باتور دوستم خو بیا د خپل جمهوري دولت سرې کرښې او شل کلنې لاسته راوړنې په داسې ګنګوړه ژبه بیان کړې چې زه وایم خپله جنرال دوستم به هم نه وي پرې پوهیدلی. د ده او عطا نور د زوی خالد نور  بې مورده خبرې د څو ورځو لپاره د فیسبوک طنزي سوژې وې.

خو په دې برخه کې مهمه خبره دا وه چې د کابل ادارې چارواکو او رسنیزو فعالینو په خپل استدلالي ناکامۍ د پردې غوړولو په مقصد په آزاد خبریال مشعل افغان پسې قلمونه راواخیستل. نوموړي ته یې دومره شهرت ورکړ او د هغه د سوالونو یا د دوی په اصطلاح نامسلکي چلند خبره یې دومره مشهوره کړه چې ښایي د بین الافغاني مذاکراتو ټول جریان هم دومره نه وي څیړل شوی.

د دې تر شا اصلي مقصد دا و چې د بې ځوابه چارواکو ناکامۍ پټې شي. د هغوی د منطق او دلیل افلاس ته د خلکو ورپام نه شي نو ځکه یې یوه ضمني موضوع ته هوا ورکړه او عامه اذهان یې څو ورځې ورباندې بوخت کړل. کنه مشعل افغان خو هیڅ داسې کار نه دی کړی چې هغه د طالبانو ابروریزي وبلل شي. ځکه هغه یو آزاد خبریال دی او د کار مسؤلیت یې طالبانو ته نه راجع کیږي.

البته په دې جریان کې یوه خبره روښانه شوه، هغه دا چې دغه بې ځوابه چارواکي چې کله د یوه خبریال سره د استدلال توان نه لري نو د طالبانو له هغو تجربه کاره مذاکره چیانو سره به څه کوي چې د امریکا غوندې د دیپلوماسۍ پهلوان یې د منطق په ډګر کې په نفس رسولی و او په پای کې یې خپل ټولې غوښتنې ورباندې ومنلې. نو بویه چې د ارګ رسنیز مبلغین د طالبانو د ابرو او حیثیت پر ځای د خپل راتلونکي حیثیت غم وخوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx