واحد فقیري - مطبوعاتو ته کتنه

ایکانومیسټ: بالاخره طالبان او افغان حکومت د سولي خبري سره کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ وږي، ۱۳۹۹ل): د ایکانومیسټ مجله د سپټمبر پر ۱۳ لیکي وروسته له شپږو میاشتو ځنډ او خنډ څخه بالاخره طالبان او د افغان مشران په قطر کي د بین الافغاني مذاکراتو د شروع کولو په غرض د سپټمبر پر ۱۲ مي سره جرګه سول. هغوی به هڅه وکړي چي د طالبانو او د کابل حکومت تر مینځ جنګ ختم کړي.

د یکانومیسټ مجله لیکي چي د فبروري د موافقې پر اساس به امریکا د ۲۰۲۱ د مې په میاشت خپل ګرده عسکر له افغانستانه وباسي. البته افغان حکومت د دې موافقې جز نه وو. 

ایکانومیسټ لیکي د افغانستان جنګ ۴۰ کلن دی، او د کابل حکومت په هیات کي د هغو قومندانانو بچیان شامل دي چي د طالبانو سره يې د ۱۹۹۰ په کلونو کي جنګونه کول. خو په قطر کي دواړه طرفونه خوش خویه ښکارېدل. حتی په افغانستان کي د امریکايي عسکرو ستر قومندان جنرال مېلر هم په ښه مووډ کي وو. په تالار کي افغان مخالفانو یو بل ته سلامونه سره اچوی. او روغبړ يې سره کاوه. 

 ایکانومیسټ لیکي د افغان حکومت لومړیتوب اور بند دی. خو په هیواد کي قتل او قتال او جنګونه لا روان دی. 

یکانومیسټ وايي تر ټولو جنجالي موضوع به د قدرت وېش او هغه فردي حقوقو وي چي په اساسي قانون کي درج دي. د دې موضوعاتو حل و فصل ښايي میاشتي په بر کي ونیسي. طالبانو د افغان ښاریانو (سیټیزن) د حقوقو په اړه زیات جزییات ندي بیان کړي، او د ښځو د حقوقو په اړه وايي چي اسلامي حقوق به ورکړل سي. 

ایکانومیسټ لیکي که څه هم امریکا لا ستره ښکاري، خو ورځ په ورځ يې نفوذ پیکه او کمزوری کېږي. جمهورریس ټرمپ د وتلو عجله لري. دغه راز جو بایډن هم د افغان د جنګ شوقي ندی. 

ایکانومیسټ لیکي داسي برېښي چي د امریکا په انتخاباتو کي چي هر څوک کامیابه سي، د امریکا لپاره د افغان اوږد جنګ د ختمدېدو په حالت کي دی. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په قطر کي راجمع سویو افغانانو ته وویل«تاسي باید دا په پام کي ولرئ چي د امریکا د آینده مرستو اندازه او مقدار ستاسو په انتخاب او سلوک پوري تړاو لري.» 

ایکانومیسټ په پای کي لیکي د مصالحې کولو لاره به اوږده او جنجالي وي، خو دواړه طرفونه باید دا ومني چي امریکا خپل بار او بستره تړلې ده. همدا یو نوع ضرب الاجل دی. افغان طرفونه باید پدې پوه سي چي د مانورې لپاره وخت او ساحه ډېره کمه ده. نو لهذا، د امریکا له تګ سره سم باید یو ځل بیا تاریخ تکرار نه سي. 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

بس جګړه د قدرت ته خوسی یی د جهاد نوم ورکړی. چی کله په خیر د ویش مسله راورسی بیا به ګورو اوهر څه به روښانه شی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx