افغانستان

پکتیا: د زرمت امنیه قومندان له خپلو شپږو ملګرو سره ووژل شو

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالي امنیه قومندان وهاب ځاځی له خپلو شپږو ملګرو سره د طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ووژل شو.
د پکتیا دولتي مسوولینو هم د پېښې پخلی کړی دی او يلي يې دي، چې نوموړی د ابراهیم خېلو په سیمه کې په ګزمه بوخت و، چې د طالبانو له کمین سره مخ شو.
په سیمه کې فعالو طالبانو هم ویلي دي، چې د دوی ملګرو د زرمت امنیه قومندان په مخامخ جګړه کې وژلی دی.
د طالبانو او امنیه قومندان د ساتونکو ترمنځ نښته نږدې یو ساعت اوږده شوله، چې په پایله کې يې د قومندان په ګډون  اووه تنه وژل شوي دي او درې تنه نور ټپیان دي.
دا په داسې حال کې دی، چې د پکتیا په مربوطاتو کې په دې وروستیو کې د نښتو راپورونه کم ورکول کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x