واحد فقیري - مطبوعاتو ته کتنه

پامپیو: ښايي له افغانستانه ګرده امریکايي عسکر په پسرلي کي راووځي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ وږي، ۱۳۹۹ل): د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په خپلي تازه مرکې کي وايي د طالبانو او افغان حکومت تر مینځ د سولي خبرو ته خوشبین دی، او توقع لري چي ټول امریکايي عسکر به د ۲۰۲۱ په پسرلي کي له افغانستانه راووځي.

پامپیو په خپلي نوی مرکې کي وايي  بالاخره د سپټمبر له حملو څخه ۱۹ کاله راپس د افغانانو تر مینځ د سولي خبري شروع سوې.

پامپیو علاوه کړه جمهورریس ټرمپ دوه مهم اهداف لري. «یو دا چي ګرده امریکايي عسکر خپلو کورونو ته راستانه کړي، او بل دا چي امریکا وساتي.» پامپیو ګومان کوي چي دا دواړه اهداف تر لاسه کېدونکي دي.

پامپیو وايی«زه خوشحاله یم چي پدې شپږو میاشتو کي پرمختګ راغلی دی. زما باور دا دی چي افغانان به سبا بیا په دوحه کي سره وګوري.»

پامپیو وايي د دوحې د خبرو یوه مهمه جنجالي مسله د قدرت وېش دی. هغه وايي«په نهایت کي، محوري چلنج به د افغانستان د حکومت شکل او محتوا وي. د قدرت د وېش ترکیب به څرنګه وي؟ دا یو چلنج دی. په داخلي جنګونو او ښورښونو کي دا مهم چلنج وي.» 

پامپیو په خپله مصاحبه وايي«موږ القاعده محوه کړه، خو طالبان اوس هم وسلې لري او هم د صدمې رسولو قابلیت لري. کله چي ما د هغوی سره ملاقات لاره، ما هغوی ته وویل چي هغوی د تشدد په سمدستي راکمولو کی مسولیت لري، څو دا مذاکرات موفقه سي. نو بنا،‌د قدرت د وېش مسله به مطرح سي،‌او دا چي لدې مذاکراتو څخه به څرنګه حکومت راووځي.» 

منبع: نیویارک پوسټ

تاریخ: سپټمبر ۱۴، ۲۰۲۰

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

د قدرت ویش هم داسی د سره وباسه لکه نور خیالونه چی مو د سره ووتل .کوښش وکړه چی غلامان دی د سزاء څخه وژغورل سی ، افغان مجاهد ولس ډیر ورته په قهر دی .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx