افغانستان

بادغیس کې یو پخوانی سناتور په مرموزه توګه وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ وږي، ۱۳۹۹ل): د بادغیس ولایت سیمه سیمه ییز چارواکي وايي، ناپيژاندو وسله والو د مشرانو جرګې یو پخوانی سناتور رنګین خان مشکواڼی او درې تنه ملکیان په ډزو ویشتلي او وژلي دي.

په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو استازي امیرشاه نایب زاده  «هشت صبح» ورځپاڼې ته ویلي، دا کسان نن د دوشنبې په ورځ غرمه د آبکمرې ولسوالۍ پر لاره وژل شوي دي.

د بادغیس امنیتي چارواکي او د والي ویاند تراوسه ددې پېښې په تړاو له معلوماتو ورکولو ډډه کوي او نه هم سیمه ییزې سرچینې د پېښې د څرنګوالي په هکله معلومات په واک کې لري.

رنګین خان مشکواڼی چې قومي مشر او پخوانی سناتور ؤ، په قومي جرګو او مرکو کې یې هم فعاله ونډه لرله او وخت ناوخته به د خلکو د ستونزو د حل په موخه د طالبانو سیمو ته یې تګ او راتګ کولو.

د بادغیس ولایت پخوانی سناتور او قومي مشر په داسې مهال په آبکمرې ولسوالۍ کې په مرموزه توګه وژل کیږي، چې په دې وروستیو کې د کابل حکومت د هېواد پلازمینه کابل او یو شمېر ولایاتو کې پر نامسئولو کسانو د وسلو ویشلو پروګرام پیل کړی، چې له امله یې وسله والې غلاوې او جرایم زیات شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx