شعـــــرونه

اواز راغی په غوغا کې له ګاونډه/ ضعيف

عبدالسلام ضعیف

اواز راغی په غوغا کې له ګاونډه
د اولې ورځې ناوې سوله کونډه

سره لاسونه په وير کښيناستل حيرانه
د غمو خوله يې ماته سوه په ټنډه

د سنګار ګلونه ټول په وينوسره سول
د مسکاپه ځای په غم واوښته غونډه

هجوم راغلی د شين سترګو وحشت خپور شو
د هيبت کتله په ورونو کې سول پنډه

تور لوګي د شنه اسمان مخه تياره کړه
انسانان او حيوانات سول ټول په منډه

د مرګي په خوب بيده زلمي خزان سول
د غليم غلام په فخر ځي په څنډه

کلی واړه د هيهات په ټغر ناست دی
دسيسه د غمازانو ده بربنډه

د غربي اشر ښکيلاک زړونه يخ نسول
هر سور مخی د مرګونولري ونډه

غافلان لا د دوستۍ په نوم نازيږي
وخيرات ته د ذلت درومي لونډه

که شعار د افغان يونسي ضعيفه
په يوازي ځان وتی نسو له ډنډه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x