دیني، سیرت او تاریخ

مصطفی کمال په ترکیه کې څه وکړل؟

اجمل همکار

مصطفي کمال دبرتانيا په خوښه په ترکانو کي دجهاد روحيه راوپارول او دقرآن اواز يي اوچت کړ، چي پدي سره يونانيان په شاوتمبول، اود لويديځ ګډ قوتونه پرته دکومي نښتي څخه په شاه شول البته دغه کار ددي په خاطر ترسره شو چي دمصطفي کمال شخصيت او اتلولي خلکو ته وښايي تر دي چي اسلامي نړۍ په پيل کي د ده په دغه کار زياته خوشحالې ښکاره کړه او ده ته يي د غازي لقب ورکړ آن چي احمد شوقي پخپلو اشعارو کي له خالدبن وليد سره تشبيه کړ.

د مصطفي کمال ددغو کارونو نوره هم د عثماني خليفه په ضد د خلکو کرکه زياته کړه او خپله ټوله توجويي د ده لورته واړوله، مصطفي کمال ته يي ديو اتل په صفت کتل مګر ډير وخت لانه ؤ تير شوی چي حقيقت ښکاره او څرګند شو، ځکه د استعمار ټوله آرزو او هيله د خلافت ړنګيدل ؤ.

دي کار لپاره يي مصطفی کمال روزلی وو، مصطفی کمال خپل مرکز انقرې ته نقل کړ اوهلته په کال (۱۳۳۷)هـ کي د يو فاتح په نوم دخلګو له خوا استقبال شو، هميشه داويل چي دده ټولي هلي ځلې ددي په خاطر دي چي خلافت پياوړی کړي اوخپل هيواد د پرديو له يرغلونو او ولکي څخه خلاص کړي، خوپه کال (۱۹۲۳)م کي دترکیې د وطني جمعيت لخوا په ترکيه کي دجمهوريت اعلان وشو مصطفي کمال يي لمړی رئيس وټاکه مګر ددي سره سره يي په پيل کي دخلافت نوم وساته اوخليفه يي عبدالحميد بن السلطان عبدالعزيز وټاکه، خو خليفه تش په نوم ؤ دهيڅ شي واک ورسره نه ؤ او په کال (۱۹۲۴)م کي مصطفی کمال لويديځ ته هغه تحفه ورکړه چي هغوئ يي په کلونو کلونو انتظار اېستلي ؤ او داهم دخلافت ړنګول ؤ چي صهيونيزم، کمونيزم او لويديځ په مقابل کي به يي يو دريځ اختياراوه، ورسته يي سلطان عبدالحميد له هيواد څخه وشړه اودترکيي لپاره يي نوی قانون اعلان کړچي خپل ځان يي دترکيي دجمهور رئيس په صفت انتخاب کړ، دمصطفي کمال پدي کارسره اسلامي نړۍ حيرانه شوه شوقي چي پخوا يي دده صفت کاوه دخلافت په ړنګيدو سره يي مصطفي کمال سخت و کوبه.

د هند مسلمانان چي له برتانوي استعمار څخه سخت په تنګ راغلي ؤ او ددي په هيله ؤ چي عثمانې خلافت به دوی ته نجات ورکړي نو هیلۍ یي له خاوری سره خاروی شوي تردی چي یو شمیر مشران او علمان یي د خلافت د بیا اعاده کولو لپاره انقري ته ولیږل خو کوښښونو یي کومه نتجیه ورنکړه دارنګه په نورو هېوادونو کی هم خلافت د قائمولو لپاره شرایط برابر نه وونو هماغه ؤ چي مصطفي کمال هغه برنامی عملی کړي چي ده له لویدیځي نړئ سره د هغو معاهده لاسلیګ کړې وه په کال (۱۹۲۳)م کی د لاراک د سولې معاهده ترکيي ومنله چي ‎دغې معاهدي ته د کروزاک څلور ګونې معاهده ویل کیده ځکه کروزان په کنفرانس کې انګلیسان د هيئت مشرؤ او دغه څلور پریګړې په لاندې توګه وې:

الف : ترکیه به حپلې ټولې اړیکی له اسلام سره شلوي
ب: اسلامي خلافت به په بشپړه توګه ملغي اعلانوي
ج: خلیفه او د خلیفه ملګري به له خپل هیواد څخه شړي او مالونه یي ضبطېږي
د:د پخواني قانون په ځای به نوی غربی قانون وټاکي

مصطفی کمال دغه پلان په بشپړه توګه عملي کړ او په تدریجی ډول یې ترکیه د لویدیځ عنعناتو ته تسلیم کړه په کال(۱۹۲۴) م کې د اوقافو وزارت ملغي او چارې یې د معارف وزارت ته وسپارلې په کال(۱۹۲۵)م کې یې مسجدونه وتړل د ګردودیني ګوندونو مخه یې په کلکه توګه ونیوله او هغوی سخت وځپل په کال (۱۹۳۱ـ۱۹۳۲) م کې یې معین مسجدونه پرېښودل او نوريې ګرد وتړل او اعلان يې وکړ چي اسلامي روح د ترقۍ او تمدن مخه نیسی.

مصطفی کمال نه یوازې دا چي مسجدونه یې وتړل دواعظانو شمېر یي هم محدود کړ په هغوی یي لازمه کړه چي د جمعي په خطبه کې به زیاته برخه زراعتي او صنعتي چاروته ورکوئ داستنبول مشهور جامع مسجدونه يي لمونځ کوونکو په مخ وتړل چې د ایاصوفیا له مسجد څخه یي موزیم جوړ کړ او د فاتح له مسجد څخه يې ګودام جوړ کړد شریعت په ځای یی په کال (۱۹۲۶) م کې هغه قانون عملي کړ چي د سویس له قانون څخه اخیستل شوی ؤ رائج کړ په کال (۱۹۲۸) م کې له ترکیي څخه د اسلام کلمه ختمه کړه او څرګنده یی کړه چي له دی وروسته به د دولت مامورینو ته د الله د قسم په ځای د شرف قسم ورکول کېږي په کال (۱۹۳۵) م د دولت رسمي رخصتي د جمعي ورځ وه ملغی او په ځای یي د یکشنبي ورځ رخصت کړه زیاتره اسلامي مدارس یی وتړل د استنبول پوهنتون کي یی د شرعیاتو د پوهنځي زده کوونکی وروورو کمول تر څو چي په پای کې په کال (۱۹۲۳) م کې بیخي وتړل.

په کال (۱۹۲۹) م کی یې د عربی تورو په ځای په خلکو لازمه کړه چي لاتینی توري استعمال کړي چي ورځپاڼې او کتابونه به بیا په لاتینی ژبه خپرېدل له پوهنځیو څخه یی عربی او فارسی ژبه ختمه کړه تر دې چي د عربی ژبې د کتاب چاپول یی په قاطع ډول منع اعلان کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x