ورزش

شپږیزه لیګ؛ ګلبدین او شهزاد په بداخلاقۍ جریمه شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ وږی، ۱۳۹۹ل): د شپږیزې لیګ سیالیو په لړ کې له ملي لوبډلې سره په نړیواله کچه لوبېدلي لوبغاړي ګلبدین نائب او محمد شهزاد د بداخلاقۍ په تور نغدي جریمه شوي دي.

ګلبدین نائب چې په تېر یو ورځني نړیوال جام کې د ملي لوبډلې مشري ورپه غاړه وه، او محمد شهزاد چې له نړیوال جام څخه بهر شوی و د کرکټ بورډ د ډسپلین کمیټې لخوا ۷۵-۷۵ زره افغانۍ نغدي جریمه شول.

د مس عینک اتلانو او بوست ساتونکو لوبډلو ترمنځ سیالۍ کې محمد شهزاد د توپ وهنې پرمهال ناسم حرکات وکړل، چې ګلبدین نائب د سیالۍ ګټلو پرمهال د هغه په ځواب کې له هغه زیات ناسم حرکات ترسره کړل.

په دغه لوبه کې محمد شهزاد د شپږیزې لیګ اووم پړاو لومړۍ سلیزه ووهله، خو ګلبدین بیا په وروستي توپ خپلې لوبډلې ته بریا ورکړه او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د شپږیزه لیګ ډیسپلین کمیټې لخوا په بد اخلاقۍ او ځوان لوبغاړو ته په ناسم پيغام ورکولو پر یادو دوه لوبغاړو نغدي جریمه ولګوله.

محمد شهزاد له دې وړاندې هم څو څو واره په ناسمو الفاظو او حرکاتو ترسره کولو له لوبډلې بهر شوی دی. په ورورستي وار هغه له نړیوال جام څخه په بهر کېدو پر لوبډلمشر او کرکټ بورډ تورونه ولګول چې وروسته له یو کال بندیز سره مخ شو.

باید وویل شي چې د شپږیزې لیګ سیالیو پایلوبې ته د کابل بازانو لوبډلې لار موندلې ده، خو د سه شنبې په ورځ به د مس عینک اتلانو او بند امیر ښامارانو ترمنځ دویمه کوالیفایر لوبه ترسره کیږي چې ګټونکې به یې پایلوبې ته لار مومي.

په پرونۍ لوبه کې د محمد شهزاد او ګلبدين نايب له رقابته د ډکې لوبې وروستۍ شېبې

په پرونۍ لوبه کې د محمد شهزاد او ګلبدين نايب له رقابته د ډکې لوبې وروستۍ شېبې.#RTASport

Posted by RTA Sport on Saturday, 12 September 2020

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x