افغانستان

د بین الافغاني مذاکراتو لومړنۍ ناسته به نن ترسره کیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ وږي، ۱۳۹۹ل): د قطر هېواد پلازمینه دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو د تماس کمیټو دوهمه ناسته هم ترسره شوې او د نن ورځې د ممکنه لومړنۍ ناستې په هکله یې په کاري اصولو بحثونه کړي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم تیره شپه په خپلې ټویټر پاڼې په دې هکله لیکلي چې د بین الافغاني مذاکراتي ټیمونو د تماس کمیټو د پرون په څېر تیرماښام هم ګډه ناسته ترسره کړې او د تیر په شان یې د راتلونکو کاري اصولو او مهالویش په تړاو بحثونو ترڅنګ د عمومي غونډې چې نن د سه شنبې په ورځ ترسره کیږي هوکړه کړې ده.

دا لا څرګنده نه ده چې د بین الافغاني مذاکراتو په لومړنۍ ناسته کې به پر کومو موضوعاتو بحث کیږي؛ خو د کابل حکومت مذاکراتي ټیم د اوربند غوښتنه کوي او طالبان بیا د خپلو زرګونو پاتې بندیانو د خلاصون موضوع لومړۍ ګڼي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د طالبانو دی کور آباد چی بالاخره دغو خنزیرو سره په مرکه شول. اوس چی د شمالی تلوالی اکثریت او د حکومت ځینی کسان له طالبانو سره په خبرو دی نو الله د یو جامع او سپیڅلی نتیجه ور څخه تر لاسه کړی چی د ټولو افغانانو په خوښه وی. الله د پدی ملک یو معتدله اسلامی نظام قایم نه دومره سخت دریزه لکه د پخوانی امارت چی هندوان به هم جومات په زوره کش کول چی لونځ وکړی. هغه وخت اسلام تر ږیری او پټکی خلاصه شوی وه او بس. هر څومره به چی ګنده او بی نظمه وې… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x