نظــر

په ارګ کې د سولې تخریبوونکې حلقه

زخمي افغان

په داسې حال کې چې وروسته له اوږده انتظار د افغان جهتونو تر منځ د قطر په دوحه کې مخامخ خبرې پيل شوې او زموږ د هیوادوالو یو ستر ارمان منزل ته د رسیدو په مسیر برابر شو. دامید او پخلاینې په دې شیبو کې یوه مشخصه حلقه بیا هڅه کوي د بې ځایه خبرو، ګواښونو او تخریشوونکو اظهاراتو په کولو سره رامنځته شوې فضاء ته صدمه ورسوي.

د سولې او تفاهم پر خلاف د دې حلقې سرغنه د اشرف غني لومړی مرستیال امر الله صالح دی، چې د بین الافغاني مذاکراتو له پیل څو ورځې وړاندې یې هم بې مورده لفاظي د رسنیو سرټکی وه او اوس یو ځل بیا له طالب سره د پخلاینې پر ځای د طالب د ختمولو هغه خوب ګردانوي چې دا شل کاله یې دی او د ده باداران په یو پوچ خیال کې سرګردانه ساتلي.

د سولې د تخریب دغه حلقه د ارګ دننه د څو هغو محدودو اشخاص څخه جوړه ده چې د افغانستان پر ځای ورته د جنګ غوښتونکو اجنبیانو ګټې اولویت لري. دوی له دې وړاندې هم د مذاکراتو د ځنډ او ټولې پروسې د توقف هڅې کړي دي. د بندیانو د آزادۍ په مخکې خنډونه او بهانه جویي هم د همدوی کار و. اوس چې ورباندې هر څه د عمومي فشار له امله منل شوي نو د خپلو عقدو سړولو لپاره یې ګواښنده اظهاراتو ته کار ویلی او هڅه کوي چې طالبان هم توند غبرګون ته وهڅوي.

امر الله صالح چې په دې حساسه مرحله کې د طالبانو د ذوب کیدلو او کلیوالو سیمو د فتحه کولو(!) خوبونه ویني، د بې مورده خبرو پر ځای باید لږ  د جګړې شل کلن پس منظر له نظره تېر کړي. دلته چې د نړۍ لسګونه هیوادونه، له مجهزو لښکرو او وروستي ماډل ټیکنالوژۍ سره په اشر او یرغل راغلي وو. مګر بیا هم ونه توانیدل چې یا طالب مات کړي او یا خپلواکۍ غوښتونکي کلیوال د غلامۍ جغ ته تسلیم کړي. نو چې له بوش، تر مک کرسټل، پیټراییس او اوباما پورې یو هم په دې ونه توانید او د پینټګان او سي آی اې ټول ارمانونه له خاورو سره خاورې شول. د سي آی اې د تخرګ سپږه ( امرالله صالح) به څه وکړای شي او په کوم دلیل د هغه څه د کولو فکر وهي چې باداران یې په کې ناکام شوي دي.

موږ پوهیږو چې د سولې تخریبګره حلقه په عملي ډګر کې هیڅ نه شي کولای. د دوی یوازینۍ هڅه د موجوده فضاء ګډوډول دي. دوی د افغانستان، افغان ولس او د دې ولس د هیلو، ارمانونو او راتلونکي دښمنان دي. د دوی نه ده پیرزو چې مختلف افغان جهتونو د خبرو له لارې یوې نتیجې ته سره ورسیږي او بالاخره د سوله ییز حل مخه ومومي.

اوس د دې وخت رارسیدلی چې له دغسې تخریشوونکو خبرو څخه ډډه وشي. په دې برخه کې د یو شمیر نورو چارواکو چلند مسؤلانه دی. خو هغوی چې د پردیو په اشاره نڅیږي او د افغانستان د جګړې په لمبو لاسونه تودوي هغوی هڅه کوي چې د مذاکراتو پروسه ناکامه او پردۍ اجنډاوې ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx