افغانستانسولې اړوند خبرونه

زلمی خلیلزاد د پاکستان د پوځ له مشر سره د افغان سولې په اړه غږېدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ وږي، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» چې تېره ورځ د یوه درې کسیز پلاوي په ملتیا له دوحې اسلام اباد ته رسېدلی و، د پاکستان د پوځ له لوی درستیز «جنرال قمر جاوید باجوه» سره یې لیدلي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو د ادارې «ای ایس پي ار» له ادرسه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې خلیلزاد د افغان سولې په پروسه کې د پاکستان رول وستایه او یاده یې کړه، چې د  پاکستان له ملاتړ پرته یاده پروسه بریالۍ کېدای نشي.

د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې د پاکستان د پوځ مشر ویلي، چې لومړی وزیر عمران خان د سولې او سیمه ییز امنیت په برخه کې واضح دريځ او خیال لري او ټول ملي بنسټونه په دې هڅه کې دي، چې همدا خیال په حقیقت بدل کړي؛ تر څو په سیمه کې امنیت او ثبات رامنځته شي.

که څه هم تر دې دمه څرګنده نه ده، چې خلیلزاد به په اسلام اباد کې له چارواکو سره د کومو موضوعاتو په اړه خبرې کوي؛ خو اسلام اباد کې مېشت ازاد خبریال او د سیاسي چارو کار پوه «طاهر خان» وايي، نوموړی به له لوړ پوړو امنیتي او سیاسي چارواکو سره وویني او غالبا به د بین الافغاني مذاکراتو په وړاندې د راټوکېدونکو خنډونو د حل و فصل په تړاو بحثونه وکړي.

بل لور ته دغه سفر داسې مهال دی، چې درې ورځې وړاندې په قطر کې د طالبانو او افغان جهتونو تر منځ د بین الافغاني مذاکراتو لومړنۍ ناسته ترسره شوه، چې د زلمي خلیلزاد تر څنګ د نړۍ د لسګونو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او سفیرانو پکې برخه درلوه.

تمه ده نن د طالبانو او افغان جهتونو مذاکراتي ټیمونه یو بل ته مخامخ شي او د افغانانو خپلمنځي خبرې رسماً پیل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x