شعـــــرونه

څه ورېښمین شالونه لوټ کړل غدۍ ورو ورو/ جهاني

عبدالباري جهاني

څه ورېښمین شالونه لوټ کړل غدۍ ورو ورو
اوس مو خاندي غلیمان پر شړۍ ورو ورو

‎د دستار سرونه یو نه سو را پاته
‎چي شرمېږي له سرونو بګړۍ ورو ورو

‎نن رستم د افسانو په سترګو وینم
‎بې اختیاره وړي په پښو کي بېړۍ ورو ورو

‎ملالۍ دغه غیرت وو ستا د وروڼو؟
‎لوټوي چي لوپټه د خورکۍ ورو ورو

‎له تربور سره پخوا هډونه مات وه
‎ټکي لوېږي د ورورۍ پر کړۍ ورو ورو

‎د زمان بلال به کله، کله ږغ کي
‎پښتنو واورئ! ډوبېږي بېړۍ ورو ورو

‎له هغې ویري مي خوب له سترګو تللی
‎چي زاغان مي خوري ګلشن او غوټۍ ورو ورو

‎ملت ړوند دی د نجات لوری یې ورک دی
‎په خپل کور کي چي ورلوېږي زیندۍ ورو ورو

‎زر کلونه څه مستی څه خمار یووړل
‎پرې ویده تېرېږي بله پېړۍ ورو ورو

‎جهاني به وي د شپو له کیسو تللی
‎.پر مزار به یې رپېږي جنډۍ ورو ورو

عبدالباري جهاني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x