افغانستان

د تخار چارواکي:له مرکزونو پرته د ولسوالیو ټولې ساحې د طالبانو تر واک لاندې دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ وږي، ۱۳۹۹ل): د تخار ولایت امنیتي چارواکي وایي، طالبانو په یاد ولایت کې د خپل نفوذ ساحه په بې ساري ډول پراخه کړې او د ولسوالیو له مرکزونو پرته یې ټولې سیمې تر واک لاندې راوستلې.

صبح کابل ورځپاڼې په ولسي جرګه کې د تخار ولایت د استازو او د یاد ولایت د امنیتي چارواکو له قوله لیکلي، چې په تخار ولایت کې تر نیمایي زیاته سیمه د طالبانو تر واک لاندې ده او دولتي ځواکونه د څو ولسوالیو په مرکزونو کې تر محاصرې لاندې دي.

د تخار د خواجه غار ولسوالۍ  ولسوال «عمر» د طالبانو د نفوذ د ساحې پراخېدو ته په اشارې وایي، چې طالبانو د تخار په لویو نښلوونکو لارو د تلاشۍ پوستې اچولې او دولتي ځواکونه بیا یوازې د ولسوالیو په مرکزي ودانیو کې تر محاصرې لاندې دي.

د عمر په خبره، د تخار مرکز ته ورغلې ټولې لارې له تېرو دوو کلونو راپدېخوا د طالبانو په لاس کې دي او موږ اړ یو چې خپل مکتوبونه او اسناد د ایمیل او وایبر له لارې مرکز ته ولېږو.

ورته مهال د تخار د ولایتي شورا غړي هم مني، چې په یاد ولایت کې د طالبانو د نفوذ ساحه تر بل هر وخت پراخه شوې او په شپېته سلنه خاوره واکمن دي.

د ولایتي شورا غړی «محمد اعظم افضلي» وایي، په تخار ولایت کې د دولتي ځواکونو د تشکیلاتو کموالی ددې لامل شوی چې مهمې او ستراتیژيکي نقطې د طالبانو لاس ته ورشي.

افضلي د دولتي ځواکونو کمزورۍ ته په اشارې وایي، چې څو ورځې وړاندې طالبانو د فرخار ولسوالۍ نهریاب کلی چې یوه ستراتيژیکه او مهمه نقطه وه تر خپل کنټرول لاندې راوستلی.

په شمالي ولایتونو کې د طالبانو د نفوذ ساحه داسې مهال ورځ تر بلې پراخېږي چې حکومت وايي،  طالبان یې ځپلي او په جګړه کې پرمختګ ترې نشي کولی.

څو ورځې وړاندې د کابل حکومت د ملي امنیت شورا رییس «حمدالله محب» له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې طالبان د یوه «انچ» په اندازه هم نه دي مخته شوي او پرمختګ یې نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx