نړۍ

پاکستان؛ جنسي تیري کوونکو لپاره د «خصي کولو» قانون وضع کیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ وږي، ۱۳۹۹ل): د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، غواړي هغه کسان چې پر نورو جنسي تیری کوي لومړی باید په دار وځړول شي او که نه د جراحۍ او یا کیمیاوي موادو له لارې عمري خصیان او جنسي وړتیا ترې واخیستل شي.

د جنسي تیري کونکو لپاره طرحه د پاکستان کابینې ته وړاندې شوې ده. په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې لومړی د اعدام غوښتنه شوې که هغه ونه منل شوه د خصي کولو پریکړه به قانونا منل کیږي.

عمران خان د یوه ځايي خصوصي تلویزون سره د مرکې پرمهال وویل چې مجرمینو ته تر ټولو سخته سزا ورکول نورو ته باید درس او عبرت وګرځي، تر څو نور کسان له داسې کړنې منع شي.

عمران خان وایي، «زه شخصا غواړم جنسي تیري کونکي باید په عام محضر کې په دار وځړول شي، خو چونکې دغه پریکړه به د نړیوالې ټولنې سخت غبرګونونه راوپاروي نو باید دداسې کړنو مجرمین خصیان او شهوت یې له منځه ولاړ کړل شي».

د نوموړي دا څرګندونې داسې مهال راڅرګندیږي چې په پاکستان کې پر یوې میرمنې د خپلو ماشومانو پر وړاندې د جنسي تیري پېښې په ټول هېواد کې غبرګونونه راپارولي دي.Motorway rape case: Shafqat's DNA matches with swab collected from crime  scene | Pakistan Shia News Agency

دا پېښه څه موده وړاندې د لاهور په موټروې رامنځته شوه چې یوه میرمن د خپلو درې ماشومانو سره د شپې ناوخته د موټر خرابوالي له کبله د مرستې په تمه وه، او ځینې کسانو د مرستې په پلمه هغه د جنسي ښکار کړه.

پاکستاني چارواکي او د پنجاب پولیس وایي چې په دې پېښه کې یې اصلي مجرم نیولی او یو بل مجرم هم معلوم شوی خو د نیولو پلټنې یې روانې دي.

Pakistan police hunt for prime suspects in motorway gang-rape case

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

They should also hammer the testicles of Khan Imran Khan

طوطی

ښه خبره ده، ممکن دا فتوی هم هغو ملایانو ورکړی وی چی جهاد په افغانستان کی روا بولی. خو په هر صورت هر جزا چی وی باید د خلکو د سترګو په مقابل کی ورکړل شی تر څو خلک ور څخه پند واخلی او آینده داسی ونشی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x