افغانستان

ننګرهار کې د پوهنتون یو استاد ترور شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ وږي، ۱۳۹۹ل): ناپېژاندو وسله والو د ننګرهار ولایت په خوګیانو ولسوالۍ کې د پوهنتون یو استاد په ډزو ویشتلی او وژلی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي، دا پېښه نن د سه شنبې په ورځ سهار اووه بجې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د پوهنتون استاد آدم خان ملاتړ له کور څخه خپلې دندې ته پر لاره ؤ.

نوموړی زیاتوي، پر ښاغلي ملاتړ وسله وال برید د خوګیاڼو ولسوالۍ په حکیم آباد سیمه کې ترسره شوی دی.

استاد آدم خان ملاتړ چې دا مهال د ننګرهار پوهنتون د پښتو ادبیاتو څانګه کې د استاد په توګه دنده ترسره کوله، تردې مخکې د بدخشان په پوهنتون کې دنده لرله.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د هېواد پلازمینې کابل په ګډون یو شمېر ولایاتو کې د سولې فعالان او علمي کدرونه په مرموزه توګه تر هدفي بریدونو لاندې نیول کیږي، چې ترډیره یې پړه په حکومت اچول کیږي.

تیره ورځ د بادغیس ولایت په آبکمرې ولسوالۍ کې قومي مشر، د سولې فعال او پخوانی سناتور رنګین خان مشکواڼی هم د ناپيژاندو وسله والو لخوا په مرموزه توګه ووژل شو.

ددې ترڅنګ د تیرې میاشتې په وروستیو کې د پوهنتون استاد او د سولې یو بل فعال ډاکټر عبدالباقي امین هم د کابل ښار په پنځمه حوزه کې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې ترور شو؛ خو تر دې دمه یې د قضیې په اړه حکومتي چارواکو سپیناوی نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x