ټکنالوژي

ایل جي شرکت د اوسني وخت تر ټولو ځانګړی موبایل وړاندې کړی – انځورونه او ویدیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ وږی، ۱۳۹۹ل): د ایل جي مشهور شرکت داسې په زړه پورې ځيرک موبایل وړاندې کړی چې د یوه سکرین په تاوولو لاندې بل سکرین راښکاره کیږي او دواړه په یوه وخت استعالېدلی شي.

اوسمهال په نړۍ کې د مایکروسافټ، موټرولا ریزر او د سامسنګ ګلیکسي کات کېدونکي ځیرک موبایلونو په پرتله د ایل جي دوهم سکرین داسې مهال راڅرګندیږي کله چې پورتنی سکرین ۹۰ درجې تاو شي.

ددغه موبایل دواړه سکرینونه د انګریزي T په شکل استعمالیږي، د بېلګې په ډول په پورتني کې ویدیو کتل او لاندیني د ویدیو کنترول لپاره استعمالیدی شي.

دغه راز که په پورتني سکرین کې عکس کتل کیږي په لاندیني کې د عکس کنترول تڼۍ څخه کار اخیستل کیدلی شي.

په دواړو سکرینونو د دوه بېلا بېلو اپلیکیشنو استعمال هم ممکن دی. که غواړئ په پورتني ویدیو وګورئ، لاندینی سکرین د بل اپلیکشن لپاره هم کارولی شئ.

دغه موبایل (ایل جي ونګ) نومیږي، چې ۶.۸ انچه ان اف ایچ ډي پلس څنډې تر څنډې ډیسپلی لري، او په سیده مود کې د عام موبایل په توګه استعمالیږي.Exclusive: First look at the LG Wing dual-display phone - Android Authority

کله چې موبایل ۹۰ درجې تاو شي لاندې د ۳.۹ انچه بله او ایل اي ډي ډیسپلی راښکاره شي، او په داسې کولو سره دوه کاریالونه په یوه وخت کارول کېدی شي.

شرکت د کوچني سکرین لپاره داسې ځانګړتیا کارولې چې د پرانېستلو او بندولو پرمهال له سکریچونو او خرابېدو خوندي وي.

د یادو ځانګړتیاو سربېره په دغه موبایل کې د کوالکوم سنیپ ډراګون ۷۶۵ جي پراسیسر کارول شوی، ۸ جي بي ریم او ۲۵۶ جي بي حافظه لري او په میموري کارت سره یې تر ۲۰۰۰ جي بي حافظه زیاتېدلی شي.

د ۴۰۰۰ ملي امپیره غوره بیترۍ لري چې د وایرلس چارجر ځانګړتیا هم ورکړل شوې ده. د اندراید ۱۰ چلونکی سیستم لري، خو ایل جي شرکت وایي چې ډير ژر به د اندراید ۱۱ سیستم په کې اپډيټ یا اوسمهال شي.

فوٹو بشکریہ ایل جی

د کامرو په نسبت ددغه موبایل شاخوا ته ۳ کامرې ورکړل شوي دي، اصلي یې ۶۴ میګا پېکسله ده، دویمه یې د پراخې زاویې لپاره ۱۳ میګا پېکسله او دریمه کامره یې ۱۲ میګا پېکسله ورکړل شوې ده.

مخامخ یا سیلفي ۳۲ میګا پېکسله کامره لري چې د عکس اخیستلو پرمهال پورته او نه اخیستلو پرمهال پټيږي. د ګوتې کولپ یې په سکرین کې پټ ورکول شوی دی.

تر دې دمه ایل جي شرکت د دغه موبایل بیه نه ده اعلان کړې خو تمه کیږي چې ددې بیه تر ۱۰۰۰ ډالرو وي او راتلونکې میاشت په سویلي کوریا کې د خرڅلاو لپاره وړاندې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x