افغانستان

د ګوانتنامو څخه د پمپیو تر ملاقاته او مذاکراتي ټیم تر غړیتوبه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ وږي، ۱۳۹۹ل): د ګوانتنامو په زندان کې د کویټ هیواد پخواني بندي «فایز الکندري» پر خپل ټویټر پر هغه انځور تبصره کړی په کوم کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د ګوانتنامو پخوانۍ بندي محمد نبي عمري یو ځای لیدل کیږي.

فایز الکندري په خپل ټویټ کې ویلي: «هغه د ګوانتنامو پخوانۍ بندي دی، نوم یې ملا محمد نبي عمري دی، تر اوسه مي یادیږي، کله چې مونږ په شپږم معسکر کې بندیان وو، هغه لمر ته په اشاره وویل: «خلاصون او بریا باندي مي دومره یقین دی لکه پر دغه لمر چې را ختلی دی، ټوله خبره به وخت مالومه کړي او وروستۍ ښېګڼه به د پرهیزګارانو وي».

محمد نبي عمري په ګوانتنامو زندان کې ۱۲ کاله بند تیر کړ او په زندان کې يې شمیره وه: ۸۳۲.

نوموړی په خوست ولایت کې په کال ۱۹۷۱ کې پيدا شوی او ګوانتنامو ته په کال ۲۰۰۲ کې انتقال شو.

عمري بیا د یوه امریکايي بندي بوبرګډال سره په تبادله د کال ۲۰۱۴ جون میاشتې پر اوله نیټه قطر ته انتقال شو او هلته بیا د سیاسي دفتر غړی او وروسته د امریکا او کابل حکومت سره د مذاکراتي ټیم غړی وټاکل شو.

باید وویل شي چې د محمد نبي عمري تر څنګ د ګوانتنامو څلور تنه نور پخواني بندیان ملا فاضل مظلوم، نور الله نوري، عبدالحق وثیق او خیرالله خیرخوا هم د امریکایانو او هم د کابل حکومت سره د مذاکراتي ټیم غړیتوب لري او په ځانګړي د امریکا سره یې د مذاکراتو پر مخ وړلو کې مهم رول درلود.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پیر محمد

دغسی خلک بیا نور ډیر ښه درک کولی شی، خو په دی شرط چی دوی الله ج حاضر او ناظر وګنی په بند کی پاتی کیدل الهی مقدرات وګڼی له بند یخانی څخه یی عبرت اخیستی وی او عقدوی او احساساتی برخورد ونه کړی، بیا نو په رښتیا سره دالله ج داقول صدق کوی والعاقبت للمتقین مګر که خدای مه کړه دی عقدوی شی، انتقام جو شی، خپل احساسات ورباندی غالب شی داسی فکر وکړی چی داټول زما کمالات دی چی ځان می له زندان څخه دمذاکرتی ټیم تر غړیتوب پوری راورساوه نو په هغه صورت کی به تر ټولو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx