نظــر

د افغانستان د جهاد تاریخي پس منظر «لومړۍ برخه»

لیکوال: م ابوالحسن علي ندوي

ژباړه: عبدالولی خلیل

محترمو حاضرینو!
تاسو او په خانګړې توګه د ادب او تاریخ ذوق لرونکو ته دا خبره بهتره معلومه ده چې افغان قوم له هغو مخکښو قومونو څخه دی چې له سلګونو کلونو راهیسي دعزت او سرلوړۍ ژوند تېروي، الله تعالی هغوی په غیر معمولي قوتونو او استعدادونو نازولي دي.

دوستانو!
زما ذوق تاریخی دی او زه ددغه په څرکندولو کې هیڅ تکلف نه محسوسوم چې د تاریخ په مطالعه اوتحقیق کې زما وخت تېر سوی دی، همدغه زما خوښه موضوع ده.

زه د خپل تاریخي ذوق د مجبورۍ لامله ستاسو څخه دغه پوښتنه کوم چې څه وجه ده چې تر پېړیو پېړیو پوري افغان اولس له نړۍ څخه برکناره وو/دی، په نړۍ کې د تېرېدونکي خیر او شر، ښه او بد، بریا، شکست او ظلم سره د دوی هیڅ
تعلق نه وو.

ددغه بهادر او غیور، د قیادت مستحق /وړ، له ژونده پوره، د لاس او بازو طاقت لرونکي، د وړتیا او عزت والا قوم له دومره ډیرې مودې څخه له نړۍ نه په واتن کې، په خپل خول کې حصار او د نړۍ په یوه ګوټ کې د اوسېدلو راز څه دی؟؟؟

آیا ددغه عزلت او په یوه ګوټ کې د اوسېدلو لامل دا و چې د افغانستان او نړۍ تر منځ د لویو لویو نه پرېکېدونکو غرونو په څېر دیوال حائل/مانع و؟؟؟

نه زما دوستانو!

د تاریخ ګواهي دا ده چې د اسمان سره خبرې کوونکی، په واوره پوښلی نه پرېکېدونکی غر هیڅ کله هم د غازیانو او الوالعزمه فاتحینو به لار کې خنډ نه دی جوړ سوی، تاسو ته معلومه ده چې دغه نه پرېکېدونکي او پیچلي لارې د انسان عقل حیرانوي کوم چې افغانستان له پاکستان او هندوستانه څخه جلا کوي، خو چې کله الله تعالی په دغه امت کې سلطان محمود غزنوي، شهاب الدین محمد غوري او احمد شاه ابدالي-رحمهم الله تعالی – پیدا کړل نو دغه لوی لوی غرونه، د خطرونو والا شېلې او سختې لارې د اسلام د روان سیلاب لپاره هیڅ پاتې سوې.

بیا نو دغه قوم په زندان کې ژوند تېراوو او لاسونه او پښې یې تړلې وې؟ نه هیڅ کله نه، په وار وار دغه اولس د خپل شهامت جوهر ښکاره کړی وو، د خپلو وړتیاوو نندارې یې وړاندې کړې وې،خو ددې سره سره بیا هم په زرغونو فصلونو، څارویو او کښتونو داسې محدودو وسائلو باندې ولي قانع وو ـــــــــــــ؟ د دې ځواب پر تاسو دی.

بیا ددې څه وجه ده چې په تاریخ کې موږ لولو چې کله په دغه منطقه کې اسلام راغلی، نو سمدستي دغه قوم د زرګونه کلونو له خوبه راویښ سو او دومره لوړ پرواز یې وکړ چې په نورو قومونو کې هیڅ بېلګه/مثال نسته، د اسلام تر سیوري لاندې د راتللو سره سم دغه خلک تر ټولو ډېر طاقتور، تر ټولو ډېر زړه ور، تر تولو ډېر د ستر همت او فولادي عزم څښتنان سول.

دغه قوم چې کله په کائناتو کې ګډون وکړ نو داسې معلومه سوه چې یوه پټه خزانه یا یو خوندي راز و چې یو دم راڅرګند سو/سي، آیا دوی ته برق ورغلی یا د کوم جادو اثر باندې وسو چې په یوه ګړی کې دغه قناعت شعاره او پر سکون ولاړ قوم په یوه عزتمند، غیرتمند او روان قوم بدل کړ، آیا د دغه طوفاني روانو څپو پر ټنډه یوه درنه ډبره پره ته وه چې د هغه زور او خوځښت یې بند کړي وو؟

نور بیا…….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x