افغانستان

متین بیګ: د سولې مذاکرات ډیر ښه روان دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ وږي، ۱۳۹۹ل): د کابل ادارې مشر اشرف غني ستر سلاکار او د بین الافغاني مذاکراتو مرکچي پلاوي غړی عبدالمتین بیګ وايي د سولې خبرو ته هیله مندي ښودلې او په خبره یې د سولې مذاکرات ډیر ښه روان دي.

د هغه په خبره د مذاکراتو روحیه هیله بښونکې ده او دوی به د بحثونو په دوران کې له طالبانو د اوربند پر غوښتنه ټینګار وکړي.

په ورته مهال د کابل حکومت د مذاکراتي ټیم یو بل غړي نادر نادري رسنیو ته ویلي، چې د حکومت مذاکراتي ټیم غړو نن د سه شنبې په ورځ خپلمنځي ناسته کړې او د طالبانو د تماس ډلې سره یې د تیرې شپې د لیدنې راپور ارزولی دی، نوموړي زیاته کړې، سوله پیچلې ښکاري؛ خو ممکنه ده.

دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم د یو ټویټ له لارې وویل، چې تیر ماښام د بین الافغاني مذاکراتو د تماس ټیمونو یوځل بیا سره ناسته کړې او د راتلونکو مجالسو په هکله یې د بحثونو ترڅڼګ هوکړه کړې، چې دواړه پلاوي به نن د سه شنبې په ورځ د بین الافغاني مذاکراتو لومړی مجلس ترسره کوي.

ټاکل شوې ده، چې نن د سه شنبې په روځ د قطر هېواد پلازمینې دوحې په شرق ویلج هوټل کې د طالبانو او کابل حکومت د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو لومړنۍ رسمي ناسته ترسره شي.

که څه هم ددغو ناستو جزیات رسنیو ته په واک کې نه دي ورکړل شوي؛ خو حکومتي استازي کوشش کوي چې طالبان د اوبند منلو ته قانع کړي او طالب استازي بیا تر هرڅه وړاندې د خپلو پاتې زرګونو بندیانو خلاصون ترټولو مهم بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x