شعـــــرونه

نن مخامخ د يوې مور زامن قطر کې ناست دي/ تبسم

محمد انور تبسم

څوک چې مودو نه يوه بل ته په سنګر کې ناست دي
نن مخامخ د يوې مور زامن قطر کې ناست دي

قادره خدايه ! د کوثر په او بو پاک کړه ورته
چټل فکرونه چې د هر يوه په سر کې ناست دي

دلته به سوله هم د جنګ په څېر بهر نه راځي
بدبختي داده چې د کور پرځاى بهر کې ناست دي

دا پيغور نه دى چې يوه بل ته بښنه وشي
پيغور خو دادى چې واړهء مو د بل درکې ناست دي

اور يې راپورې کړو،قطغن په تېښته ولګيدو
د ګاونډيانو سپاهيان راته په ور کې ناست دي

د خوشالۍ په يوه څرک پسې ړنديږو خدايه !
مصيبتونه دومره دي چې په نمبر کې ناست دي

دا دواړه لوري تبسمه ! په خبرو بوخت دي؟
که غبرګ ګلونه د يوې څانګې ډنډر کې ناست دي؟

انورتبسم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x