افغانستان

بلخ کې ۶۱ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ وږي، ۱۳۹۹ل): طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ په سلسله کې تازه ۶۱ تنه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي تیلیفوني پیغام کې ویلي، چې یاده شمېره تسلیم شوي دولتي عسکر او پولیس د بلخ ولایت د ۹ مختلفو ولسوالیو مربوط دي، چې د طالبانو د مسئولینو لخوا ورته هرکلی ویل شوی دی.

«د بلخ ولایت چمتال، شولګر، دهدادي، چاهی، خاص بلخ، چهاربولک، شورتپه، نهرشاهی او دولت آباد ولسوالیو مربوطاتو کې د کابل ادارې ۶۱ عسکر اوپولیس د امیرالمؤمنین د عفوې له فرمان څخه په استفاده له خپلو دندو لاس په سر او مجاهدینو ته راغلل.»

د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له لاسلیک او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندازده لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته په زیات شمېر کې دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي، تیره میاشت هم شاوخوا ۱۲۰۰ دولتي عسکر او منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمر

ډير د افسوس ځاي دي چي ### ته دي امير المومنين وويلي شي
کيداي شي چه دي هم کوم پير ولري او دهغه په لاره روان وي
##

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x