افغانستانسولې اړوند خبرونه

خلیلزاد د افغان سولې په تړاو له هندي چارواکو سره غږېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ وږي، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» چې تېره ورځ له دوحې څخه اسلام اباد ته تللی، تمه ده نن هند ته ولاړ شي او هلته له لوړپوړو هندي چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړي.

د هندي رسنیو د راپورونو په اساس، زلمی خلیلزاد به نن «سه شنبه» نوي ډیلي ته ولاړ شي او هلته به هندي چارواکي د بین الافغاني مذاکراتو په اړه چې درې ورځې وړاندې په دوحه کې پیل شوي؛ اګاه کړي.

خلیلزاد داسې مهال د هند لور ته مخه کوي، چې درې ورځې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو پرانستونکې غونډه ترسره شوه، چې د هند په ګډون د نړۍ د لسګونو هیوادونو سفیرانو او د بهرنیو چارو وزیرانو پکې برخه درلوده.

داسې تمې شته چې نن د طالبانو او افغان جهتونو مذاکراتي ټیمونه په لومړي ځل له یو بل سره مخامخ خبرو ته کښېني.

که څه هم تر دې دمه د مذاکراتو اجنډا څرګنده نه ده؛ خو له کابله تللی پلاوی په بیا، بیا ټینګار کوي چې بحث باید د اوربند په موضوع را پیل شي.

ورته مهال طالبان بیا د مذاکراتو په لومړیو کې د اوربند په اړه بحث ته مایل نه ښکاري او ټینګار لري، چې د جګړې د پيل د عواملو په ختمولو باید بحث وشي، تر څو د مؤقتي اوربند په ځای د دایمي سولې تامین ته لاره برابره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x