افغانستانسولې اړوند خبرونه

 روسیه: د مذاکراتو لومړي پړاو کې دې د دایمي اوربند په اړه بحث وشي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ وږي، ۱۳۹۹ل): د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانانو تر منځ د خپلمنځي خبرو په پيلېدو خوښ دي او د یوه ازاد، بې طرفه او سوله ییز افغانستان د جوړېدو هیله لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې د بین الافغاني مذاکراتو له پیلېدو هرکلی شوی او وړاندې زیاته شوې، چې دواړه لوري باید په تخنیکي مسایلو باندې ژر تر ژره هوکړه وکړي، سمدستي په ملي مسایلو مخامخ خبرې پيل کړي او د مذاکراتو په لومړي پړاو کې د یوه دایمي اوربند په اړه بحث وکړي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې روسیه له یوه ازاد، بې طرفه، له نشه يي توکو خلاص او له سیمي او ګاونډ سره د سوله ییزو اړیکو درلودونکي افغانستان غوښتونکې ده او په همدې موخه د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې درې ورځې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو پرانستونکې غونډه ترسره شوه، چې د هند په ګډون د نړۍ د لسګونو هیوادونو سفیرانو او د بهرنیو چارو وزیرانو پکې برخه درلوده.

د روسیې له لوري د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي «ضمیرکابلوف» په یاده غونډه کې برخه درلوده.

داسې تمې شته چې نن به د دواړو لورو مذاکراتي ټیمونه مخامخ خبرو ته کښېني او د مسایلو په اړه به بحث پيل کړي.

لا هم څرګنده نه ده، چې د مذاکراتو په لومړۍ ورځ به د څه په اړه بحث کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x