نظــر

د بين الافغاني مذاکراتو پرانستغونډې ته د قطر د بهرنيو چارو وزير وينا- پښتو/دری

شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د قطر د هملومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر د وينا بشپړ متن

بسم الله الرحمن الرحيم
د ستر څښتن په سپیڅلي نامه
جلالتمآب ښاغلی مایکل پمپیو، د آمریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر… له ورور هیواد جمهوری افغانستان څخه راغلې هیئت مشرتابه او غړو…
فضیلت مآبانو…
آغلو او ښاغلو…

له ورور هیواد افغانستان څخه راغلو د سولې خبرواترو پلاوي مشرانو او غړو… زه تاسو ټولو ګرانو وړونو ته د زړه له کومې ښه راغلاست وایم، تاسو قطر هیواد ته ډیر په خیر راغلئ او خپلي کورنۍ ته راغلاست، قطر هیواد په دي ویاړې چې ددغو تاریخي خبرو اترو کوربه توب او ملاتړ کوي.

او په دي هم وياړم چې د قطر هیواد عالي مقام شیخ تمیم بن حمد آل ثانی(الله دي وساتي)، نیکې هيلې او درانه مراتب ستاسو خدمت ته وړاندي کوم… او دا چې هغه د زړه له تله دي ته لیواله دی ترڅو دغه خبري اتری په بریا ترسره شي او هغه ټاکل شوي موخې ترلاسه کړلاي شي. او خوښ یم چې تاسو ته جوته کړم دا چې قطر هیواد په دي چې تاسو یې ددي خبرواترو د ترسره کولو په موخه غوښتنه ومنل، ستاینه کوي، ځکه دا کار ستاسو لخوا د جګړي د پړاو ختمولو او په افغانستان کې د تل پاتي سولې راوستلو سره د ليوالتیا او په ارزښت یې د پوهاوي کچه په ډاګه کوي.

د طالبانو د تحریک او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د سولې موافقې له ترسره کيدلو ورسوته چې تيره فبروري میاشت په دوحه کې ترسره شوي وه، او د دغه هیواد د امير، شیخ تمیم بن حمد آل ثاني (چې الله ج دي ساتنه وکړي) د نيکو لارښوونو د پلي کيدو په درشل کې د قطر هیواد خپلي هڅې د افغانانو تر منځ د خبرو اترو د پيلیدلو لپاره هڅې پیل کړي ترڅو افغان ولس داسي یو سیاسي جوړجاړې ته ورسيږي چې د سولې ضمانت کولاي شی او د هیواد د آرامتیا او پرمختیا لامل ګرځي.

ددي خبرو اترو ترسره کيدلو ته د فرصت برابرولو له کبله زه د امریکا د متحده ایالاتو له مرستي، او هڅو څخه مننه کوم.

ښاغلو حاضرینو:
د ملتونو او ولسونو په ژوندانه کې داسي سرنوشت ټاکونکي ورځې راځې چې د تاريخ په پاڼو کې تلپاتي آثار پرځاي پريږدي او داسي نښي رامنځته کوي چې د وختونو په تيريدلو باندي رنګ نه بايلي، ځکه دا د ولسونو د ژوندانه پر لاره لمنځه نه تلونکي نښاني پريږدي، نو په دغسی حساسو شرایطو کې هغه کسانو ته د تاریخ ستر مسئولیت ورګرځې چې په ټاکونکو لحظاتو کې نیک نظر ولري او په درایت باندي حل ته لاره هواره کړي او د موجوده وضعیت د ننګونو سره په مطابقت کې پريکنده پريکړي وکړي، هغوي باید له هر راز جدایې څخه لاس واخلي، او په یوه آواز د خپلو خلکو او ولسونو هيلو او غوښتونو ته لبیک ووایې، او د خپلو ولسونو غمونو ته داسي د پاي ټکی پريږدي چې څوک ځان غالب او یا مغلوب و نه ګڼي.

موږ ته د تاریخ په پاڼو کې په پرلپسي توګه ډيري تجربې لیکل شوي، یوه یې دا ده چې نظامي ځواک نشي کولاي د افغانستان شخړه پاي ته ورسوي، او دا چې دي کشالي یوازني د حل لاره تلپاته او فوري اوربند او خبرو اترو ته لاره پرانستل دي. ترڅو د افغان ولس ټولي خواوي د ټولو لیدلورو ترمنځ یو هر اړخيز سیاسي جوړجاړي ته ورسيږي.

زه دلته یوه مهمه پوښتنه کوم:
آیا په ټول افغان ورور ولس کې به داسي کومه خوا پاتي شوي وي چې لا هم په دي باور نه وي چې د تفاهم او یو والي لپاره لاري جوړول په افغانستان کې د سولي، ثبات او د قانون د حاکمیت او پرمختګ یوازنی تضمین کیدلای شي؟

دا خبري اتري د افغان ولس لپاره یو پيچلي، نازک او مهم پړاو دی ترځو وشي کولاي د شته اختلاف ټولو ټکو ته حل لاره ولټوي، تاسو به کيدی شي زما سره په دي خبره کې همږغي وشئ چې د تیر تاریخ او د هغه له دردونو هاخوا باید حرکت وکړئ او په راتلونکو امیدونو باندي تمرکز وکړئ، په داسي حال کې چې له تيرو څخه درس اخیستل هير نکړئ.

دا به په ټولو باندي حتمي کړي ترڅو په کلک هوډ او ثابت ایمان باندي د راتلونکي خواته ګام واخلي، ځکه افغان ولس هم دا حق لري ترڅو د امن، یو والي او هوسايني څخه خوند واخلي او د پرمختګ له کاروان سره یو ځاي ګام واخلي او هیڅکله شاته پاته نشي.

ښاغلو حاضرينو:
زه ستاسو ترمنځ همکارۍ ته ډیر زیات ارزښت ورکوم، او زه په دي کې هيڅ شک نلرم چې تاسو د هغه مسئولیت وړتیا لري کوم چې ستاسو پر اوږو ایښودل شوی دی. او تاسو به د – الله په توفیق سره – د افغان ولس ښيګڼې او مصلحت ته پوره پام وکړئ او دا به د خبرواترو پر لاره مشال وګرځوئ، ترڅو د افغان ولس هغه هيلې پوره کړئ چې سوله او ثبات یې د څلویښت کلني جنګړي ځاي ناستی شی، او ثبات او آرامي د افغانستان ګوټ ګوټ ته ورسیږي.

او همدارنګه باید هیره نه کړو چې زموږ شاوخوا سيمه یېز هیوادونو ته هم ارزښتناک رول سپارل شوی، د هغوي رول باید له لاسه ورنکړو ترڅو یو رغنده او ملاتړونکی رول ولوبوي. د هغه چلنجونو کچه له هيچا پټه نه ده کوم چې د افغانستان د سولي د ټنګښت په وړاندي پراته دي، نو ځکه موږ پر نړیوالي ټولني ږغ کوو او هغه رابولو ترڅو خپلی هڅي په دي تړاو ګړندی کړي او له دي فرصت څخه په ګټه اخیستني سره هڅه وکړي چې دا خبري اتري بريا ته ورسيږي، او مطلوبه سوله ترلاسه کړي، او د افغان ورور ولس کړکیچ ته د پاي ټکی کیښودل شي.

په دي برخه کې به د قطر هیواد، د نړیوالي ټولني سره له هيڅ ډول هڅې څخه دریغ ونکړي ترڅو په مذاکراتو کې ټاکلي موخې ترلاسه شي او د افغان ورور ولس هيلې او د هيواد د سولې، ثبات او امن ارمانونه پوره شي.

او په پاي کې زه د خپل ستر څښتن له دي آیت څخه نور ښکلي کلمات نشم پیدا کولای چې خبره پري ختمه کړم چې هغه دي (بسم الله الرحمن الرحيم ((وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا  ……)) او ټول د الله پاک په رسۍ باندي کلک ځانونه ونیسئ، او مه سره بيليږئ.)
په پاي کې یوځل بیا زه دوحې ښار ته ستاسو راتګ ته ښه راغلاست وایم، تاسو ته د ښه اقامت هيله کوم او غواړم چې دا خبري اتري خپلي مطلوبي پایلي ته ورسيږي.

والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته.
………………………………………….

متن بيانيه‌ای جلالتمآب شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثانی، معاون نخست وزیر و وزیر امور خارجه دولت قطر

در نشست افتتاحیه مذاکرات صلح بین الافغانی، با حضور رئیسان و اعضای گروه‌های مذاکره کننده‌ی افغانستان

بسم الله الرحمن الرحیم
جناب آقای مایک پمپئو ، وزیر امور خارجه ایالات متحده آمریکا ،
عالیجنابان ، سران و اعضای هیئت‌های مذاکره کننده کشور دوست جمهوری افغانستان،

خانم ها و آقایان!
من با سلام و احترام از شما استقبال نموده و خدمت  همه رؤسا و اعضای هیئت های مذاکره کننده و برادران عزیز ما از جمهوری اسلامی افغانستان خیر مقدم می گویم و از حضور شما در دولت قطر جهت مذاکرات تاریخی صلح   استقبال می نمایم.

همچنین افتخار دارم که احترامات فایقه‌ی جلالتمآب محترم شیخ امیر تمیم بن حمد آل ثانی را خدمت شما تقدیم نمایم، ایشان برای موفقیت مذاکرات صلح آرزوی کامیابی نمودند.

من خوشحالم که ابراز قدردانی فراوان دولت قطر را از پاسخ شما به دعوت این کشور برای میزبانی برگزاری مذاکرات صلح اعلان کنم، موضوعی که اهمیت شما را به دستیابی صلح پایدار و پایان جنگ در افغانستان نشان می دهد.

بعد از امضای توافق نامه میان ایالات متحده آمریکا و تحریک طالبان در ماه فبروری گذشته و همچنین برای عملی نمودن دستورات حکیمانه‌ی اعلی‌حضرت شیخ تمیم بن حمد آل ثانی امیر دولت قطر ، جهت دستیابی به صلح پایدار در افغانستان، دولت قطر تلاش‌های خویش را برای آغاز مذاکرات بین الافغانی آغاز نمود؛ تا از راه حل گفتمان سیاسی، صلح پایدار برای مردم افغانستان بوجود آمده و آرزوی استمرار آن متحقق شود.
در این زمینه لازم است از ایالات متحده آمریکا که جهت آغاز مذاکرات صلح همکاری همه جانبه نمودند، تشکر و قدردانی کنیم.

حاضران گرامی!
زندگی ملت‌ها روزهای سرنوشت سازی دارد که آثار جاودانه ای در سوابق تاریخ به جا می گذارد و ردپایی ایجاد می کند که با گذشت زمان پاک نمی شود؛ زیرا آنها نقطه عطفی در مسیر مردم می باشند و از این منظر کسانی که با خرد و بینش بصیرت مشخص می شوند، هنگام مواجه شدن با لحظات جدایی و سرنوشت ساز در زندگی خود ، باید مسئولیت را بپذیرند و تصمیم قاطع بگیرند که سرنوشت متناسب با چالش های اوضاع ، نجات جامعه از تفرقه ، و آرمان های مردمشان را متحقق سازند، بلکه درد‌های آنان را بر اساس قاعده نه پیروز و نه مغلوب درمان کند.

تاریخ به ما گزارش تجربه کتبی داده است ، که نیرو و قوت نظامی نمی تواند هیچ درگیری را در افغانستان حل کند و تنها راه برای این کار آتش بس فوری و دائمی و باز کردن راه های گفتگوی سازنده از طریق میز مذاکره برای دستیابی به یک توافق سیاسی جامع در میان همه مردم افغانستان است.

در اینجا این سوال اساسی را مطرح می کنم، آیا هنوز هیچ یک از مردم برادر و مسلمان افغان نمی دانند که ایجاد پل های تفاهم و همزیستی تنها تضمین مطمئن برای پایداری صلح ، ثبات و ایجاد یک کشور قانونمند و توسعه یافته  برای افغانستان است؟

این مذاکرات مرحله مهم و تاریخی را برای مردم افغانستان جهت یافتن راه حل برای تمام موضوعات بحث برانگیز تشکیل می دهد و ممکن است شما با من موافق باشید که امروز لازم است فراتر از گذشته و درد‌های آن حرکت کنید و به آینده و امیدهای آن توجه نمائید و عبرت گرفتن از درس‌های گذشته را فراموش نکنید، تا همه اینها باعث شود با روحیه ثابت قدمی و اعتقاد راسخ در حق مردم افغانستان به سوی آینده حرکت نمائید تا آنها با لذت بردن از امنیت، ثبات، وحدت و پیشرفت به آرامش دست یابند.

حاضران محترم!
من همکاری شما را بسیار ارزنده می دانم و شک ندارم که شما مسئولیت سپرده شده‌ی خویش را ارج می نهید، و ان شاءالله شما منافع مردم افغانستان را چشم‌انداز خود قرار داده و در گفتگوی‌تان بر آن تمرکز می کنید، تا آرزوهای مردم افغانستان را برای دست‌یابی به صلح پایدار بجای جنگ که چهل سال دوام یافته متحقق سازید، و  اینکه امنیت و ثبات در سراسر افغانستان را حاکم کنید.

همچنین لازم است از نقش حیاتی و ارزنده‌ای کشورهای منطقه در آوردن صلح افغانستان چشم پوشی نکنیم، تا بتوانند نقشی سازنده و حمایتی داشته باشند.

میزان چالش هایی که مانع دستیابی به صلح مطلوب در افغانستان است کاملاً مشخص است، بنابراین ما از جامعه جهانی می خواهیم که تلاش های منطقه ای و بین المللی را برای استفاده از این فرصت دیرینه تاریخی برای موفقیت در این مذاکرات ، دستیابی به صلح مطلوب و پایان دادن به مصائب مردم برادر افغانستان، را افزایش دهند.

در این زمینه ، دولت قطر از هیچ تلاشی در همکاری با جامعه جهانی برای دستیابی به اهداف مطلوب این مذاکرات و دستیابی به آرزوهای برادران افغانستان جهت امنیت ، ثبات و صلح دریغ نخواهد کرد.

در پایان ، من چیزی بهتر از سخنان حق تعالی نمی یابم که سخنان خود را با آن به پایان برسانم، چنانچه می فرماید: بسم الله الرحمن الرحیم ((  همه‌تان به فرمان الهی چنگ بزنید و از هم جدا نشوید ……))

بار دیگر حضور شما را در دوحه خوش آمدید می گویم و اقامتی خوبی را برای شما خواهانم، و آرزومندم که این مذاکرات به اهداف مورد نظر خود دیت یابد.

والسلام علیکم ورحمة الله و برکاته

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x