نظــر

له اسلامي نظام څخه وېرېدونکې طبقه!

زاهد جلالي

په اسلامي ټولنو کې يوه معذرتخواهانه طبقه ده چې د غرب تمدن ته دوه لاسي سلام کوي او خپل له تمدن نه کرکه لري او پرې شرمېږي. دوی چې اکثريت سيکولر دي، د اسلامي نظام له الفاظو سره الرژي لري او د دوی ټولو مشترک استدلال دا دی، چې کوم اسلامي نظام؟ شيعه که سني؟ حنفي که سلفي؟ او شل نورې ډلې او مختلف نظرونه درته کتار کړي، تر څو عام خلک کنفيوز کړي چې دا کار خو اصلا ممکن نه دی.

دا د دوی مشترک استدلال دی. ټولو اسلامي هېوادونو کې ياده طبقه دغه استدلال کوي. نن سبا افغانستان کې هم همدا موضوع ښه توده ده. د دې پوښتنې ځواب ډېر ساده دی. زه له دغو خلکو سره د دوی په ژبه غواړم خبرې وکړم. د دوی قبله غرب ده او غربي فلسفې ته د قداست تر حده احترام لري. نو راځئ هلته وګورو چې څه حال دی.

نننۍ نړۍ د لبرال ديموکراسۍ نړۍ ده. اسلامي نړيوال نظم په اوله نړيواله جګړه کې سقوط وکړ او فاشېزم او نازېزم دویمه نړيواله جګړه کې. يوازې کمونيستي فکر او لبرال ديموکراسي د رقابت ميدان کې پاتې شول. بالاخره د شوروي د سقوط په نتيجه کې لبرال ديموکراسۍ وګټله او په ميدان کې يکه تاز پاتې شوه.

دې وخت کې ځينو غربي مفکرينو د تاریخ د پای خبرې شروع کړې. فوکوياما وايي چې تاريخ د دوو فکرونو د ټکر له امله جوړېږي، نو دا چې د لبرال ديموکراسۍ په مقابل کې هېڅ داسې فکر نه شته چې ورسره ټکر وکړي، نو د تاریخ او میدان یکه تاز همدا فکر دی او تر پایه به همدا پر نړۍ واکمن وي.

دا چې اوس لبرال ديموکراسي واکمنه ده، غواړو پر دې بحث وکړو، چې آيا دغه فکر له اوله تر اوسه يوه خوله او يو ډول دی که مختلف تعبیرونه لري او مختلف شکلونه لري؟

د قديمي يونان له عصر څخه نيولې تر نن پورې د ديموکراسۍ مختلف تعبیرونه او شکلونه وړاندې شوي. هر فيلسوف خپل شرایط او خپل تعبیر لري. قديمي يونان کې يو ډول ديموکراسي وه، جان لاک متفاوت تفسير لري، روسو بل څه وايي، مونټيسکو په بدلو ټکو ټينګار کوي او شلمه او يو ويشتمه پېړۍ کې د ديموکراسۍ بحثونه بيخي بدل دی.

بله خوا، راځئ د ديموکراسۍ عملي بڼې وګورو. انګلستان او امريکا دواړه لبرال ديموکرتیک نظامونه لري، د دوی دواړو تاریخ سره تړلی دی، ژبه يې يوه ده، ارزښتونه ډېر سره نږدې، اقتصادي نظامونه يو ډول، دواړه کامن لا حقوقي سېستم لري، خو سياسي نظامونه يې وګورئ چې څومره بدل دي؟ د امريکا او انګلستان نظامونه بيخي ډېر فرق لري. آن په دنیا کې دوه بدل ماډلونه وړاندې کوي.

فرانسه له جرمني او نورو سره فرق لري، هندوستان بیا بل ډول ديموکراسي لري او همداسې هر هېواد کې يو متفاوت ماډل واکمن دی. نو له دې دوستانو پوښتنه کوو چې کومه ډيموکراسي؟ هغه چې فيسلوفانو بحث کړې وه او د کوم فيلسوف او د کوم هېواد؟ دا خو شل ډوله ديموکراسيانې شوې.

اسلامي نظام هم دغه ډول دی. هر فيلسوف خپل تفسير او تعبير لري او د تاریخ په اوږدو کې ځينې ماډلونه چې په خپل منځ کې تفاوتونه لرل عملي شوي دي. په شکل او فارمټ کې فرقونه شته او وو. مګر اصول او ارزښتونه د ټولو تقريبا يو دي.

اوس که افغانستان باندې بحث کوو، نو چون دا يو حنفي اسلامي هېواد دی، دلته به د حنفي فقهې مطابق اسلامي نظام عملي کېږي، چې د دغه ډول يو نظام اساسي خطوط وضع کول، که څه هم ډېر کار ته ضرورت لري، کوم ډېر ستونزمن او ناممکن کار نه دی. ځکه کتابونو کې ډېر بحثونه پرې شوي دي او په تاريخ کې ځينې تجربې هم لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x