نړۍ

د عربي نړۍ لپاره توره ورځ.. نن په واشنګټن کې د اسرائیل – امارات او بحرین تر منځ د سولې تړون لاسلیکیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ وږي، ۱۳۹۹ل): نن د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې د امریکا په منځګړیتوب د اسرائیل او عربي هیوادونو امارات او بحرین تر منځ د سولې توافق امضا کیږي.

د سولې دغه تړون چې بې سابقه بلل کیږي، د اسرائیل لخوا ورته لویه لاسته راوړنه خو فلسطین یې د شا لخوا د چړې وار بولي.

د راپورونو سره سم نن به په سپینه ماڼۍ کې د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو، د اماراتو بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زاید او د بحرین د بهرنیو چارو وزیر عبداللطیف الزیاني تر منځ د سولې توافقنامه د اړوندو هیوادونو تر منځ امضا شي او ټرمپ به هم حاضر وي.

د امریکا د ولسمشر ټرمپ پلویان د اسرائیل او خلیجي عربي هیوادونو تر منځ د سولې دغه تړون یوه لویه او تاریخي لاسته راوړنه بولي خو بل اړخ ته مخالفین یې بیا د وخت له لحاظه د انتخاباتي کمپاین یوه برخه بولي.

د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو امریکا ته تر روانیدو وړاندي د رسنیو سره په خبرو کې دغه پيښه یوه تاریخي وبلله او زیاته یې کړه چې د اماراتو او بحرین سره د سولې توافق به د اسرائیل اقتصاد ته د ملیاردونو ډالرو ګټه ورسوي او د دواړو عربي هیوادونو سره به اقتصادي اړیکې د اسرائیل اقتصاد ته ډیره ګټه ورسوي.

بلخوا فلسطینیانو د امارات او بحرین لخوا د اسرائيل سره د سولې یو اړخیز توافق د شا لخوا وار بللی، نن د سې شنبې په ورځ یې لاریونونه را غوښتي دي او دغه ورځ یې یوه تاریکه او توره ورځ یاده کړې.

د یادونې وړ ده چې د فلسطین ځمکه په بشپړ اکثریت سره د یهودانو لخوا غصب شوې او د اسرائیل په نامه یې هیواد جوړ کړی چې د ملګرو ملتونو لخوا په رسمیت پيژندل شوی خو اوس هم اکثره اسلامي او عربي هیوادونه دغه هیواد په رسمیت نه پيژني او دیپلوماتیکي اړیکي نه ورسره لري.

د مصر او اردن وروسته متحده عربي امارات او بحرین لومړني عربي هیوادونه دي چې د اسرائیل په نامه هیواد په رسمیت پيژني او سفارتي اړیکي ورسره لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x