ټولنیزه برخه

اسلامي نظام او د بشریت اړتیا

اکرام الدين مفتون

د انسانیت قدر او خوښي یواځې په اسلامي شرعي نظام کې ده.

څنګه چې د نړۍ هر شی یوې لازمې پالنې ته اړتیا لري همدغه شان انسان هم فطرتاً یو داسې حاکم قانون ته اړتیا لري چې د انسانیت معیارونه یې پکې خوندي او له هرنګ زور او زیاتي څخه په امن وي.

دا چې انسان الله رب العزت پیداکړی دی نو همدغه شان د الله رب العزت د ښوونې سره سم یې د ژوند تېرولو کې سکون، عزت او بریاليتوب هم پروت دی.

که انسانان د ځان لپاره د خپل رب رالېږل شوی قانون خوښ او په خپل ځان حاکم ومني، احکام یې عملي کړي نو په ژوند کې به داسې خوښي، سکون او اطمینان محسوس کړي لکه یو کوچنی ماشوم چې د مور غیږ ته په رسیدو د سکون او آرام څخه برخمن شي.

د مثال په ډول  لکه څه ډول چې د پسرلي په رنګین موسم کې هره ونه بوټی او واښۀ پخپل طبیعي رنګ کې راښکاره کیږي او تر دې حده د خوښۍ او ښکلا اظهار کوي چې د انسانانو ترڅنګ مرغان او نور حيوانات هم پکې خوښي او ښکلا محسوسوي.

لکه څنګه چې د پسرلي په موسم کې الله رب العزت د ټولو کائناتو لپاره یو رنګ ښه ژوند، ښکلا او خوښي ایښې ده.

همدا شان د اسلامي نظام په رنګین شرعي پسرلي او حاکمیت کې هم د تمام انسانیت عزت ښکلا او خوښي پرته ده.

خو له بده مرغه همدا اکثریت انسانان بیا د انسانانو د ناقص فکر کمزوری قانون او دائره مني او تر واک لاندې یې ژوند تېروي، دا نو په لوی لاس بغاوت او سرکشي ده، د فطرت او فطري قانون، سکون او آرام څخه تېښته او د بشري ناخوالو، بد امنیو او شخړو خواته ورتګ دی.

مثلاً
د ترافیکي قانون څخه سر غړونه جرم بولي، د یوې کمپنۍ د مالک د قانون څخه سرغړونه جرم بولي، د یو مکتب، پوهنتون او بلې ادارې د قانون څخه سرغړونه جرم او ناکامي بولي، حتی په باغ وحش کې هم د ځناورو د ښه ژوند لپاره یو قانون اړین بولي، خو له بلې خوا بیا اکثریت انسانان دومره غافل، جاهل، له حق منکر او د ړاندۀ ضمیر خاوندان دي چې د خپل هغه خالق قانون نه مني چې دوى یې له نشت څخه شته کړي دي او د ژوند په قيمتي نعمت یې نازولي دي. دوی دا هیره کړې ده چې داسې غافل انسانان چې خپله اصل ګټه بریا او عزت نه پېژني د ځناورو څخه په ښکته درجه کې دي او همدا د قرآن حکیم فیصله ده.

بلکې د انسانیت اصل اشرفیت په نورو مخلوقاتو د ده د مکلفیت په وجه دی.

خو که انسان خپل اصل مکلفیت هېر کړي کوم چې د یو رب بندګي او د اسلامي نظام په سیوري کې ژوند کول دي نو دا بیا هسې په نوم انسان دی نور په ځناورو کې شمار دی بلکې له ځناور هم بدتر دی.

او د دې یو ښکاره ثبوت دا دی چې تاسې وګورئ د غرب کافر په خور، مور او لور هیڅ غیرت نه کوي، هغوی حیا، عزت او غیرت سره پوله پټی نلري، اکثر یې نران او ښځې له سپیو، اسونو، ونو، دیوالونو آن د خپلو‍ ځانونو سره او نورو ځناورو سره ودونه کوي، تاسو د غرب او د غربي تهذیب ځپلیو دغو انسانانو دا پریوتی او لویدلی حالت وګورئ او بیا قضاوت وکړئ چې د خپل خالق او مالک له قانون او بنده ګۍ څخه تېښتې دوی کوم حالت ته رسولي دي.

دوى دا وحشي او انسانیت شرموونکي عادتونه ځکه کوي چې دوى خپل خالق نه پېژني، د خپلو نفسي خواهشاتو په غلامۍ کې تر دې حده د انسانیت له دائرې څخه وتلي دي چې هیڅ د غیرت ماده نه لري، عزت نه پېژني او هیڅ د شرم احساس نه کوي. دوی سکون، آرام او کامیابي نلري.

او دا ځینې غربیان یا غرب پلوي چې د اسلامي نظام په مقابل کې د انسانانو په لاس جوړ شوي ناقص نظام خبره کوي دوى نه معقول دلیل لري او نه د یوۀ بل داسې نظام نمونه وړاندې کولی شي چې هغه دې یو سلنه هم د انسانیت په معیار برابر وي، د دوی ذهنونه د شیطان پرستو په تبلیغاتو تیر وتلي او فکرونه یې مسخ شوي دي، همدا د شیطان لارویان یواځې د نفس د منفي خواهشاتو لپاره له ځانه بابولالې او بې خونده دلایل وایي چې دغه طبقه خلک د هر رنګ اخلاقي فساد ډېرانونه او د انسانیت لپاره د سرطان د دانې مثال لري.

په لنډو ټکو کې به یې را خُلاصه کړم چې د بشریت او نړۍ د نجات او سکون لپاره د شرعي اسلامي نظام څخه پرته بل هیڅ د کامیابۍ راز او لاره نشته.

د یو بشپړ اسلامي شرعي نظام د قیام په هیله

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x