شعـــــرونه

چا چې په ژوند کار د غزا و نۀ کړ/ ريحان

شفاعت ريحان

چا چې په ژوند کار د غزا و نۀ کړ
ژوند يې بېخي په هيڅ معنا و نۀ کړ

(درپسې کړی لمونځ مې نۀ دربخښم
که شفاعت مې ياره تا و نۀ کړ

ستا سفارش دي ماته نۀ وي حلال
که په تا ننګ جانانه! ما و نۀ کړ ¹)

څه يو بې رحمه غږ مې غوږ ته راغی
د ډرون ګوزار خو يې په چا و نه کړ ؟

چې مؤمن وسپاري، شاهي وساتي
دا بې غيرته کار مُلا و نۀ کړ

پر موږ يې ډرون، او بلک هاک وچلول
پر موږ زره رحم دنيا و نۀ کړ

څۀ په ارمان له شفاعته بېل شوې
يو خوږ نظر دي ورته بيا و نۀ کړ

۱۳۹۹،۶،۱۱، تاريخ
شفاعت ريحان
(¹) دغه د دوو قوسونو منځ کې دوه بيتونه يوه وعده را اخلي چې ما له يوه خواږۀ ملګري سره کړې وه، له ډېرې ميني مې ورته ويل چې که شهيد شوې او بيا دي زما شفاعت و نۀ کړ نو هغه د جنازې لمونځ چې مې تاپسې کړی دی نۀ يې دربخښم او هو نو که مې ستا په سر ننګ او غيرت و نۀ کړ نو ستا سفارش/شفاعت دي ماته حلال نۀ وي، په ملا له ډېرې خندا کوږ شو ويل يې بېخي سمه ده زموږ ياره!
څو ورځي وړاندې شهيد شو
نازوليه! ياره رب ﷻ دي قرباني قبوله کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x