افغانستانسولې اړوند خبرونه

د بین الافغاني مذاکراتو ټیمونو مخامخ ناسته ترسره کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ وږي، ۱۳۹۹ل): په قطر کې د طالبانو او افغان جهتونو مذاکراتي ټیمونو په لومړي ځل مخامخ ناسته ترسره کړې چې په مهال یې د دواړو پلاوو مشرانو خپلې ویناوې اورولې.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» په همدې تړاو پر ټویټر لیکلي، چې ناسته نن د دوحې په وخت ماځیګر مهال ترسره شوې، چې په جریان کې یې د دواړو لورو د مذاکراتي ټیمونو مشرانو خپلې ویناوې اورولې «د دواړو ټیمونو مشرانو خپلې ویناوې واورولې او سپارښتنه یې وکړه چې د تماس ګروپونه هر کله د ناستو د طرز العمل او تقسیم اوقات په اړه پاتې کار نهائي کړي، له هغه وروسته به د مذاکراتو د اجنډا په اړه ناستې ترسره کیږي.»

نعیم وړاندې زیاته کړې، چې د ناستو د طرزالعمل په زیاتره برخو باندې توافق شوی او ډېره لږه برخه یې پاتې ده «دناستو د طرزالعمل په اکثره مواردو توافق شوی او کمه برخه یې پاتې ده په ناسته کې ددواړو ټیمونو لخوا دوه-دوه کسان دارتباط او تماس لپاره وټاکل شول. دواړو مشرانو په ناستو کې د خبرو پر مهال د زغم او تحمل سپارښتنه وکړه.»

ورته مهال په دوحه کې د افغان جهتونو د مذاکراتي ټیم ویاند «نادر نادري» هم د طالبانو پورته څرګندونې تایید کړې.

یاده دې وي، چې په تېرو دوو  لسیزو کې دا لومړی ځل دی چې د طالبانو او افغان جهتونو مذاکراتي ټيمونه د یوې اوږدې جګړې د پای ته رسولو په موخه د خبرو مېز ته راټولېږي.

درې ورځې وړاندې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو پرانستغونډه ترسره شوه، چې د نړۍ د لسګونو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او سفیرانو پکې برخه درلوده.

د یادې ناستې په مهال د طالبانو د سیاسي دفتر مشر «ملا برادر اخند» مذاکراتو ته د طالبانو په ژمنتیا ټینګار وکړ او په دواړو لورو یې غږ وکړ، چې په خبرو کې له زغم او صبر څخه کار واخلي تر څو تفاهم ته لار پرانیستل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x