شعـــــرونه

دا ستا له قبر نه خوشبو راځي شهیده یاره/خدرخېل

جانان خدرخېل

تۀ په لار تللې یې، شیندلي دي کوڅه کې عطر
که په دېوال دي چا ویشتلي په غوسه کې عطر

ستا تر لمدو وېښتانو ځار شمه څڅېږي ترې مشک
زلفې دې وڅنډه ، خوارۀ کړه په کوټه کې عطر

یا به یو دوه دقیقې تۀ پکې ولاړه یې او
یا دې توی کړي دي لیلو په دروازه کې عطر

په سپینه خولۀ کې دې خوږې خبرې داسې ښکاري
لکه ښکارېږي چې د عطرو په ښیښه کې عطر

په زور یې واخیستل له مانه په کوژده کې عطر
یوې نجلۍ به یادول هره ټپه کې عطر

په ګلابي بارخُو دې سپینې خولې ډنډ ولاړې
بیا دې ګډ کړي دي ظالمې په مېوه کې عطر

دا ستا له قبر نه خوشبو راځي شهیده یاره
که ورېدلي دي په ټوله هدیره کې عطر

ماته دې راکړي “خدرخېله” کتابونه ډالۍ
ماته دې راوړي هر ملګری په تحفه کې عطر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمر

که د قبرونو نه خوشبوي راتللي نو اول خو بايد د بدر، احد دشهيدانو او عمر، علي،عثمان رضي الله عنهم د قبرونو نه خوشبوي راغاي وايي
څه به وکړو چه د ستاسو د شهيدانو روحونه هم بيرته راځي
الله دي دستاسو د کتابونو نه دا ### عقايد ليري کړي چه د عوام الناسو عقايد مو ټول برباد کړل

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x