نظــر

ديموکراسي که اسلامي نظام؟

قدرت الله شهاب

کله نه چې د سولې خبرې پيل شوي دي له هغه ورځي څخه موږ ګورو چي پر خواله رسنيو باندي دغه بحثونه خورا ډېر تاوده شوي دي چي بعضې وايي اسلامي نظام په افغانستان کي غواړو بعضې وايي نه د ډيموکراسۍ نظام دي وي او دا ځيني خو بېخي وايي چې په هيڅ صورت موږ تر ډيموکراسۍ نه تېريږو دا زموږ ده سرو کرښو څخه ده.

دلته دا پوښتنه مطرح کيږي چې ډيموکراسي افغانانو ته څه ګټي لري او اسلامي نظام څه ګټي لري؟

اول به راشو ډيموکراسۍ ته، ډيموکراسي دا دی کلونه وشول چې پر افغانانو امريکايي ډيموکراسي تپل شوې ده چي په دې ډيموکراسۍ کې څومره افغانان در په دره شول او څومره فساد ددې ډيموکراسۍ په چوکاټ کې په افغانستان کې ترسره شول.

ددې هيڅ مثال په نړۍ کي نه ليدل کيږي او له دې سره سره له عسکر څخه ونيسې بيا تر ماموره له وزير څخه ونيسې تر ارګ مشره ټول په اخلاقي فساد ککړ دي آن تردې چي ده افغانستان په تاریخ کي اول ځل خلکو دا هم وليدل چي په دننه ارګ کي د ډيموکراسۍ تر چتر لاندې ده ښځينه کارکوونکو عزتونه نه وو محفوظ لوړپوړي چارواکي ټول په اخلاقي فساد ککړ دي لکه د فوټبال فدراسيون مشر لکه د کابل د جنايي جرمنو آمر او داسي ډېر مثالونه یې شته دي.

د پوليسو په ليکو کي په پراخه کچه بچه بازۍ په شان ناوړه او ده شرم ډک عمل آن تر دې حده چي نړيوالي رسنۍ پرې غږيږي، داسي ډېر نور مثالونه شته دغه ټول جرمونه او فسادونه د ډيموکراسۍ ځېږنده دي چي دوئ ورته خپلې لاسته راوړني وايي.

اوس که راسو اسلامي نظام ته نو اسلامي نظام خو ټولي نړۍ ته معلوم دى چه هغه د امن او سوکالۍ او ده خلګو ده ښه ژوند کولو له پاره تر ټولو غوره نظام دى چې تر ټولو ښه مثال يې ده طالبانو ده تيري واکمنۍ دوره ده چيرته چي په افغانستان کي يو سوچه اسلامي افغاني نظام موجود وو چي په هغه نظام کي ده ټولو حقوق محفوظ وو که ښځينه وو که نارينه ټول خوشحاله وو چا فساد نه سو کولای چا غلا نه سوه کولای چا نامشروع اړيکي نه سوې ساتلای چا بچه بازۍ نه سوې کولاى چا ظلم نه سوو کولاى چا رشوت نه سو اخيستلای چا زنا نه سوه کولای چا ده نشئي توکو کاروبار نه سو کولای چا شراب سرعام نه سوه چيښلاي په ټول هيواد کي مکمل امن وو . او داسي مثالي ده امن نظام وو چي تر اوسه يې نړۍ مثالونه ورکوي.

نو اوس تاسو فيصله وکړئ چي په افغانستان کې د افغانانو لپاره کوم يو نظام ګټې لري، کوم يو زيانونه البته يوه خبره بايد وکړم چې کوم خلک ډيموکراسي غواړي او د اسلامي نظام مخالف دي هغه ټول هغه خلګ دي چې په اسلامي نظام کې د هغه خلکو شخصي ګټي په خطر کي کيږي لکه مثال په توګه بيا دوئ سرعام شرابونه نه سي چيښلاى بيا دوئ خپلي نامشروع او ناروا جنسي اړيکي نسي ټنګولاى بيا دوئ سرعام فساد نسي کولاى دوئ په ارګ کي نشې او تماشې نه سي کولاى غلا نه سي کولاى نو له دې وجي څخه دوئ د اسلامي نظام مخالف دي.

په دا سي حال کي چي ټول افغان اولس د اسلامي نظام او د سولي تږى دى الله ج دي نور افغانانو ته يو ريښتونې سوله او اسلامي نظام ور په برخه کړي.

د يو پياوړي او خپلواک افغانستان په هيله

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

مِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ وَإِنْ تُطِعْ أَكْثَرَ مَنْ فِي الْأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ إِنْ يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ ﴿۱۱۶﴾ و اگر از بيشتر كسانى كه در [اين سر]زمين مى‏ باشند پيروى كنى تو را از راه خدا گمراه مى كنند آنان جز از گمان [خود] پيروى نمى كنند و جز به حدس و تخمين نمى ‏پردازند (۱۱۶) إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ مَنْ يَضِلُّ عَنْ سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ ﴿۱۱۷﴾ وروڼودغه دقرآن هدایت دی دیموکراس دکفارو هدایت دۍ بیله رانیولواوخرڅولوبل څه ندی پکښی هوښیاردنیانه خوښوی دنیاټوله دخودپرستواوقدرت پرستو سره ده پوه اوعالم دملک قدرت نسی ګټلای په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x