افغانستان

طالبان: مذاکراتي ټیمونه باید موجوده ستونزې په اسلامي چوکاټ کې حل کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ وږي، ۱۳۹۹ل): په قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شیخ عبدالحکیم حقاني د بین الافغاني مذاکراتو له ګډنوالو غوښتي چې له زغم څخه کار واخلي او شته ستونزو ته د اسلامي چوکاټ دننه حل لارې پیدا کړي.

شیخ عبدالحکیم دا څرګندونې تیره ورځ د قطر پلازمینه دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو په لومړۍ مخامخ ناستې د وینا پرمهال کړي او زیاته کړې یې ده، چې د واک انحصار نه غواړي بلکې د مبارزې هدف یې په هېواد کې د پیاوړي اسلامي نظام جوړول دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم د یو لړ ټویټونو په کولو سره د تیرې ورځې بین الافغاني مذاکراتو په ناسته کې د شیخ عبدالحکیم څرګندونې خپرې کړي دي.

نوموړي دغه راز د مذاکراتو په ګډونوالو غږ کړی، چې له دې فرصت نه په استفادې باید افغانان د بهرنیانو له فشار پرته هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسوي، پیاوړی مرکزي اسلامي نظام جوړ او بهرنیانو ته په خپل هېواد کې د لاسوهنې اجازه ورنه کړي.

په دغه مهال د طالبانو مرکچي پلاوي مشر یوځل بیا ټنیګار کړی چې له افغان جهتونو سره خپلو مذاکراتو ته په پوره زغم سره ادامه ورکوي، هغه د مذاکراتو له ټولو برخه والو هم د ورته غوښتنې ترڅنګ ویلي، چې مذاکراه کوونکي باید د ټولو ستونزو لپاره په اسلامي چوکاټ کې معقولې حل لارې وړاندې کړي.

شیخ عبدالحکیم د خپلو خبرو په دوام ویلي، د مذاکراتو برخوال باید هغو پرېکړو ته اهمیت ورکړي، چې په افغاني او اسلامي قالب برابرې، نه داچې د بهرنیانو د فشارونو په وسیله وړاندې کیږي.

د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شیخ عبدالحکیم حقاني په داسې مهال د بین الافغاني مذاکراتو ګډونوالو ته د زغم او د هېواد ملي او اسلامي ګټو ته د ژمنتیا سپارښتنه کوي، چې د بین الافغاني مذاکراتو پرانیست غونډې ته د وینا پرمهال د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم د بین الافغاني مذاکراتو له دواړو لورو وغوښتل چې په صبر او تحمل سره مذاکرات پرمخ بوزي، اسلامي نظام او د هېواد سترو ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x