افغانستانسولې اړوند خبرونه

امرالله صالح: د نظام له نوم او ډول نه تېرېږو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ وږي، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې د افغان جهتونو او طالبانو مذاکراتي ټیمونه په دوحه کې دي او تمه ده په نږدې ورځو کې  مخامخ خبرې پيل کړي؛ د کابل حکومت د مشر لومړی مرستیال «امرالله صالح» وایي، د نظام  د نوم، ډول او محتوی په برخه کې له طالبانو سره خبره کېدلای نشي.

طلوع نیوز د نوموړي له خولې لیکلي، چې د مذاکراتو په مېز باندې د نظام د نوم، ډول او محتوی په تړاو له طالبانو سره هیڅ ډول معامله شونې نه ده.

صالح وړاندې زیاته کړې، چې د امریکا د ملي امنیت د مرستیال له سلاکار سره یې خبرې شوې او هغه ډاډ ورکړی چې که طالبانو د دوحې له تړون سرغړونه وکړي له ملاتړ کوونکو سره یو ځای به زیان وویني.

د صالح له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او افغان جهتونو مذاکراتي ټيمونه په دوحه کې دي او د بین الافغاني مذاکراتو پروسه رسماً پیل شوې.

تېره ورځ په لومړي ځل د دواړو لورو مذاکراتي ټیمونو مخامخ ناسته کړې، چې په مهال یې د دواړو پلاوو مشرانو  ویناوې هم اورولې او د صبر، زغم او تحمل سپارښتنه یې کړې.

د طالبانو د مذاکراتي ټیم مشر «شیخ عبدالحکیم» یادې ناستې ته د وینا په مهال ویلي، چې د واک انحصار نه غواړي؛ بلکې د یوه سوچه اسلامي نظام لپاره مبارزه کوي.

د نوموړي په خبره، د سولې له شته فرصت باید ښه ګټه واخیستل شي او د بهرنیانو له فشار پرته باید ستونزو ته حل لاره وموندل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حامد

په الله قسم چه دده په خبرو می هم ژرا او هم خندا راشی.
ژرا پدی چه گوره یا الله سه رقم انسان دی پر مونژ حاکم کری دی.
خندا پدی چه دا صالح ته سوگ چه ووایی نظام باندی خبری نشی کیدای.
سه چه بادار وایی همغه به کیژی!

پښتون غورزنګ

د دولتي نظام نوم او ډول دا د ډیري لوړي سویې خبري دي چي عموماً په ولس کي پراخ ملاتړ لرونکي نخبه ګان ، تقوا داره عالمان او ستراتیجیسټان او تکتیکپوهان پر دې مسایلو ږغیږي. کابلی جمیز بانډ ۰۰۷ باید تنها ير دې وږغیږي چي تر چوکي، قدرت او ناروا ګټو تیریدو ته اماده دی او که اهه اهه اهه (د ټوخي ږغ)

Karwan

امرالله نا صالح يو قاتل، له تبعض نه ډک ستمي فاشيست دي. هغه دخارجيانو يو جاسوس، کوم چه په اسلام عقيده نلري. يواځي نفاق، تعصب او دالر جم کول دهغه وظيفه ده. دکابل فاسده، سيکولر اداري هر سپي ته ځاي ورکړي، نو ځکه دناصالح نه ګيله په کار نه ده. اما يو وخت به دحساب او کتاب ورځ راشي ، انشاالله. په افغانستان کي د يوه مستحکم اسلامي نظام په هيله . کاروان

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x